1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د ملاتړ په موخه ۲۰۰ ميليونه ډالري پروژه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت داسي یوه پروژه پيل کړي چې په نتيجه کې به یې په ټولنه کې د افغان ښځو نقش ډیر شي.

https://p.dw.com/p/19A9F
A elderly Afghan woman looks through the window of her house after a clash between Afghanistan forces and Taliban fighters in Kabul on January 21, 2013. NATO troops joined a fight against a Taliban suicide squad that stormed a Kabul police headquarters at dawn on January 21, killing three police officers and unleashing a stand-off that lasted for more than eight hours. The Taliban claimed the attack, which turned into the longest stand-off between the insurgents and security forces in Kabul since a major co-ordinated raid on the capital lasted 18 hours in April last year. AFP PHOTO/ SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Diskriminierung von Frauen in der afghanischen Gesellschaftانځور: AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې USAID مشر راجیو شاه، په یوه مرکه کې ویلي دي چې دا تر اوسه پورې د ښځو په برخه کې د دغې ادارې تر ټولو لویه پانگونه ده. هغه زیاته کړې ده چې استرالیا، بریتانیا، جاپان او اروپايي ټولنې له دغې پروژې سره د مالي مرستو په برخه کي لیوالتیا ښوولې ده چې په دې ترتیب سره کیدای شي د پروژې له پاره ځانگړي شوي پېسې ۴۱۶ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.

دغه پروگرام د تبلیغ یا «Promote» په نوم یادیږي چې په ترڅ کې به یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ افغانو ښځو سره مرسته وشي تر څو خپلې وړتیاوې لوړي کړي او کار پیدا کړي. پر دې سربیره به دغه پروگرام له پانگوالو ښځو سره د کوچنو پورونو مرسته وکړي او د هغو میرمنو ملاتړ به هم وکړي چې غواړي په افغانستان کې د پالیسو د جوړیدو په بهي کي ونډه واخلي.

شاه وویل چې تمه کیږي د دغه پروگرام په پایله کې په افغانستان کې۳۵۰۰ وړوکي بېلابېل شرکتونه رامنځ ته شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به ډیرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپارل شي. د یو شمیر کسانو اندیښنه دا ده چې داسي نه چې په افغانستان کې وروستۍ لاس ته راوړني په خاصه توگه د ښځو د حقونو په پرخه کې پرمختگونه له گواښ سره مخامخ شي.

شاه وویل: «دا یوه هڅه ده چې پر دې خبره باندې ټینگار وشي چې په راتلونکو لسو کلونو کې ښځې د افغانستان د ټولني، اقتصاد او سیاست یوه مهمه برخه ده. دا ځکه چې که افغاني ښځي موفقي نه وي نو افغانستان نه شي بريالی کيدای.»

شاه هم په خپلو خبرو کې پر دې موضوع باندي ټینگار وکړ چې په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې ډیر پرمختگونه شوي دي، خو هغه ټینگار وکړ چې د دغو پرمختگونو ساتل هم ډیر اهمیت لري. هغه روښانه کړه چې د افغانستان په پرمختگ کې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي سکتورونو کې د ښځو ونډه ډیر اهمیت لري.

افغان ښځي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپلو لومړنیو حقوقنو څخه برخمني نه وې. د نورو تر څنگ هغوی ښونځو ته د تلو او کار کولو اجازه نه لرله. خو په وروستیو لسو کلونو په دغه برخه کي د پام وړ پرمختگونه شوي دي.

شاه په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو له پاره د پرمختگ زمینې په راتلونکې کې هم برابري وي. هغه وویل: «دا یوه ډیره مهمه خبره ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته هم دغه هيواد کامیابه وي. موږ باید خپله توجه پر دې موضوع باندي متمرکزه کړو چې له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته هم د خپلو لاس ته راوړنو ساتنه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان اقتصاد له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کيدای شي.