1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو سازمانونه: په آلمان کي لا د ښځو او نارينوو حقوق برابر نه دي

۱۳۸۷ تیر ۱۱, سه‌شنبه

دښځواونارينوو د برابرۍ څخه وروسته هم دا ذهنيت په آلمان کي يو واقعيت وو چي مېرمن که کار کول غوښتل د کار تړون يي په ميړه باندي لاسليکوی

https://p.dw.com/p/EUBp
د کور يوه مېرمن په اشپزخانه کي
د کور يوه مېرمن په اشپزخانه کيانځور: picture-alliance/ ZB

په آلمان کي د ښځو او نارينو حقوق برابر دي، ښځي کولای سي يو کسب زده کړي، پخپله ځانوته پيسې ګټي، اوخپلي پرېکړي هم پخپله کوي. خوکله چي وغواړي چي پخپلوکارونو کي پرمختګ وکړي، اوخپله کورنۍ ، ماشومان او کار ټول ترسره کړي نو له هغسي خنډونو سره چي، ښځي په اويايموکلونوکي ورسره مخا مخ وې دوی هم مخامخ کيږي.

په فرانکفورت کي د ولف ګنګ یو هان ګويته پوهنتون پروفيسره اوته ګي هار په نظر اصلي رسوايي په همدې کي پرته ده. دا وايي دښځو لارښونکی تصوير داووچي، يو نيکمرغه کورنی ژوندجوړ کړي، او دا هغه مهال د خلکو په شعور کي وه چي، يوازي داسي ژوند چي ښځه په کورکي پاته سي اونارينه پيسې وګټي عادي ژوند دی. د ښځواونارينوو ترمنځ د کار د وېش د مدني حقوقو په اساس دښځواونارينوو د برابرۍ څخه وروسته هم دا ذهنيت په آلمان کي يو واقعيت وو، مېرمنو که کارکول غوښتل خپل دکار تړون يې په ميړه باندي لاسليک کوی، ځکه دا د هغه ‌ ذ‌هنيت د مخه ښه کاروو ترڅو چي دطلاقېدو په صورت کي ځانونوته تاوان ونه رسوي.

په جرمني کي ښځي د لاريون کولو پر وخت
په جرمني کي ښځي د لاريون کولو پر وختانځور: AP

مېرمن ګيرهارد زياتوي : اﺉاﺉ د برابرو حقوقولرونکي ښځي اوميړه په هکله او دکورنۍ دحقوقو پرېکړه په 1976 کال کي وسوه اوپه 1977 کال کي يي دعمل جامې واغوستې. داسي چي د قانون د مخه او په رسمي توګه وروسته تر هغه برابر حقوق دکار ددغه وېش په برخه کي هم عملي سوه. خو له قانوني پلوه عملي سوي داسي مانا نه درلوده چي ګواکي د کار د برابرو حقوقو وېشل کېدل رشتيا عملي هم سول.

ددې حالت سره په اتيايمو کلونو کي دکورنيو چارو وزيره مېرمن ريتا زوس موت څو واري مخامخ سوې وه هغې ويلي: هره مياشت موږ د کار پيداکولو د مرکزي ادارې په رپوټ کي داجمله لوستلای سوای چي: دکار په بازار کي دغه دټولني په څنډه کي ولاړو ډلو ته اسانه کار نه پيداکيږی .

يوه مېرمن چي په روځپاڼه کي په کار پسي ګرځی
يوه مېرمن چي په روځپاڼه کي په کار پسي ګرځیانځور: Bilderbox

تراوسه لاهم په مخکښو دندو کي د ښځو شمېر ډير لږ دی. موږ 16 ايالتونه لرو خو د يوه ايالت لومړۍ وزيره ښځه نه ده. داقتصادي ساحې په مخکښو دندو کي د ښځوشمېر په سلو کي 26,5 ته رسيږي چي دا د نورو اروپايي هيوادونو په پرتله ډير لږ دی. دوی د نارينوو په شان د نوري زده کړي لپاره هڅي نه کوي، او له نارينووڅخه څلرمه برخه لږ مزد ترلاسه کوي .

د خلګوڅخه په وروستيو پوښتنو کي څرګنديږي چي، په سلوکي 80 آلمانيا په ښکاره څرګندوي چي د برابرو حقوقو ورځ په ورځ پر مختګ پر ټولنه باندي مثبته اغيزه کړې ده خودخپل ژوندانه په طرحوکي ځواني کورنۍ ځانونه عموماً يوازي پري ښودل سوي احساسوي.

نوی قانون چي دميندو اوپلرو لخوا د اولاد د روزلو د وخت په نامه يا ديږي، او د ميندو او پلرو د پيسو په نامه پيسې ددې لپاره دي چي، پلرونه هم دخپلو ماشومانو په روزلو کي برخه واخلي. د نارينوواو ښځو دبرابرو حقوقوهدف ته لا د ښځو دسازمانونو په عقيده په آلمان کي هم نه يو رسيدلي.