1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو لپاره بشری حقونه

۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبه

د بشری حقونو په برخه کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ځوانه معيينه راما يادې د افريقا د جګړې او کړکيچ په سيمو کې د ښځو د حق لپاره مبارزه کوی.

https://p.dw.com/p/EiqV
Rama Yade
Rama Yadeانځور: picture-alliance/dpa
د بشری حقونو لپاره دفرانسې دحکومت مأموريت په داسی وخت کې چې دغه هيواد کې اوس اوس د اروپايي ټولنې مشری په غاړه اخيستی لومړيتوب لری.

تر ټولو لومړی د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د بشری حقونو معينه پکې ونډه اخلی. د ځوانې سياستوالې لپاره چۍ پلار او مور يي له سينيګال څخه فرانسې ته کډوال شوی، د ښځو حقونه د اهميت وړ دی.راما يادا ډيره ځوانه سياستواله ده. يوديرش کلنه يادا جګه او نرۍ ونه لری، سپورتی شيک کالی اغوندی. دا له يو کال راپديخوا د بشری حقونو معينه ده.

خو په همدې لږ وخت کې ددې د خپلواک ډول کړنو له امله پوره شهرت ته رسيدلې ده او ديپلوماسی روجونه يي مات کړيدی. لکه د مثال په ډول ، کله چې د ليبيا ولسمشر فرانسې ته په رسمی سفر راغلی وو، دې په زغرده د ظالم په نوم ياد کړ.

د افريقا د وچې د کړکيچنو سيمو د ښځو وضعه په تيره بيا د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې ، دا ډيره په غصه کوی.هلته دا په وروستيو وختونو کې د هغه هيواد په ختيځ کې په شپږ ورځنی سفر تللې وه، چيرته چې په ښځو تيرﺉ عادی کار ګرځيدلﺉ دﺉ. او تر اوسه ۳۰۰۰۰۰ تنه ښځې قربانی شويدی.

راما يادې ددوی ډيرې وليدلې او د هغو له ډلې د مثال په ډول يوه پنځلس کلنه نجلی چۍ څوڅو ځلې د ياغيانو له خوا د تيري لپاره تښتول شويده . اوس دا د دوو ماشومانو خاونده ده چې پلرونه يي معلوم نه دی او د ايدس ناروغی لری. راما يادې وايي، په کانګو کې دې د انسانيت ډير ناوړه اړخ وپيژاند.

ما د دغو ښځو ټولې کيسې واوريدې او کله چې ماښام هوټل ته راغلم، ما وګرځول. زه په دارفور او بله يوه سيمه کې وم، خو هغه څه چې ما د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې وليدل، نورو ټولو ته ماتې ورکوی.هغه څه چې هلته پيښيږی اوس د ښځو دډله ايزې له منځه وړنې په نامه ياديږی.ځکه هلته ديوې ټولنې ښځې په سيستماتيکه توګه له منځه وړل کيږی. پدې توګه په يوه ټولنه هم له منځه وړل کيږی ځکه له له ښځو پرته څه امکان نلری. ددې له سفر وروسته راما يادې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په وړاندې يوه اورځلانده وينا وکړه.

هغه وينا چې د کانګو د هيواد د ښځو د ښې ساتنې په هکله پکې مشخصې غوښتنې شويدی. او د اروپايي ټولنې د د شورا مشری غواړی د هغې نه د اروپايي ټولنې د نوی قانون په جوړولو کې ګټه واخلی. د هغه موخه په نړيواله کچه ، په ښځو باندې له تيری سره مبارزه ده.يادې وايي په مشخص ډول دا داسې مانا لرې ، کله چې قانون تصويب شی، د اروپايي هيوادونو سفارتونه به په ټوله نړی کې خبر ترلاسه کړی چې د ښځو حق تر نظر لاندې ونيسی، بيداره او ويښ واوسی، دوی بايد فعال شی چې کله د مثال په ډول د يوې ميرمنې په وړاندې يوه غير عادلانه محکمه جوړيږی، کله چې ددې ريښتينی حق تر پښو لاندې کيږی.
دوی بايد داسې پروژې هم له مالی لحاظه تأمين کړی چې د تيري له قربانيانو سره عادی او نورمال ژوند ته د راګرځيدو لپاره مرسته کوی. دا د بشرې حقونو د ټولنو يوه موخه هم ده چې برﺉ يي هم ترلاسه کړيدﺉ.

دغې ټولنې د تير جون د مياشتې په شلمه نيټه يوه پريکړه تصويب کړه، د هغې محتوا د جګړو او کړکيچ په سيمو کې په ښځو باندې د جنسی تيري په رسمی توګه بندول دي. او په ټولو ځايونو کې بايد بند شی.

راما يادې وايي: زه بل ډول نشم کولای، چې د ښځو د خوږ او درد په هکله ونه غږيږم او هم دهغه لپاره يو څه ونکړم.ډير هيوادونه چې ښځې پکې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوی، په عاجله توګه ددې پوهيدو ته اړه لری چې په بهر کې ددوی ملاتړ کيږی، او دا چې دوی يواځې نه دی، او دا زښت زيات ارزښت لری.