1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ښځو مارش» لومړۍ کليزه

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۱مه د امريکا په متحده آيالاتو کې په ميليونو انسانان کوڅو ته راووتل. د دغو مظاهرو اوله کليزه د جنورۍ په ۲۱مه ده.

https://p.dw.com/p/2rClz
Women's March in Washington USA
انځور: Reuters/L. Jackson

لاريون کوونکو داسې شعارونه له ځان سره ګرځول لکه «د ښځو حقونه بشري حقونه دي». دغه شعار د «ويمنس مارش» يعنې د ښځو د مارش په نوم د جوړې شوې ټولنې په ويبپاڼه کې هم راغلی وو. سبا د دغو مظاهرو اوله کليزه لمانځل کيږي.

د مېرمنو دغه خوځښت اصلا د ۲۰۱۶ کال د نومبر په نهمه پيل شو، يعنې يو څو ساعته وروسته له هغه چې دونالد ترمپ د امريکا د متحده آيالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په دې پسې يوې ځوانۍ ښځې په هاوايي آيالت کې يوه احتجاجي غونډه راوبلله. د ټولنيزو رسنيو د لارې د هغې غږ په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د متحده آيالاتو په بېلابېلو ښارونو کې مختلفې پېښې په لاره واچولې شي. له دې وروسته ۷۴ ټولنې سره يو ځای شوې څو د دوو مياشتو په ترڅ کې د ښځو مارش سنبال کړي. د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۱مه بيا په ميليونو انسانان په يو وار کوڅو ته راووتل. د اټکلونو له مخې دغه مارش د متحده آيالاتو د تاريخ په اوږدو کې تر ټولو ستره ورځنۍ احتجاجي پېښه وه. تقريبا ۴۰۰ زره انسانان په واشنګټن، تقريبا ۴۷۰ زره په نيو يارک او څه نا څه ۲۵۰ زره ګډونوال په شيکاګو کې کوڅو ته راوتلي ول.

نړيوال پيوستون

په ټوله نړۍ کې انسانانو له دغه خوځښت سره پيوستون اعلان کړ او د مثال په توګه په فرانکفورت، برلين، لندن او ژنيف کې هم کوڅو ته راووتل. د ټولنيزو رسنيو د لارې د داسې طيارو عکسونه خپاره شول چې د امريکا له هر ګوټ څخه په کې مېرمنې پلازمېنې واشنګټن ته روانې وې.

دغو ګډونوالو اکثراً شخصي او انفرادي دلايل درلودل. يوې برخه والې په فرانکفورت کې دويچه ويله ته وويل: «زه امريکايۍ يم او زموږ اوسنی ولسمشر ښځو ته د څيزونو په سترګه ګوري، هغه د هغوی پر ظاهري خواصو انتقاد کوي او جنسيتي ټوکې هم کوي.»

هغې زياته کړه: «زه د هغه د لاسه راغلې يم او د هر هغه شي په وړاندې اعتراض کوم چې دی يې ورڅخه استازيتوب کوي، يعنې د متعصبينو، خودغرضو، پردو سره د کينه لرونکو، افراطيانو او د ښځو د دښمنانو پر ضد.»

ځينو وتلو ښځو او ښځينه فعالينو هم په واشنګټن کې په دغه ستره مظاهره کې ګډون وکړ لکه ژورناليستې، ګلوريا ستاينم، يا سناتورې، کماله هاريس، چې په خپلو خبرو کې يې ښځې دې ته وهڅولې چې د خپلو حقوقو او ورته موضوعاتو له پاره دې مبارزه وکړي.

نور پرمختګونه

د ۲۰۱۷ کال د ښځو له مارش وروسته هم، دغه غورځنګ له خپلې مبارزې لاس وانه خيست. وتلې او مشهورې مېرمنې يې په تلويزيون کې راڅرګندې شوې، په کنفرانسونو کې يې وينا وکړه او نورې پېښې يې هم تنظيمې کړې لکه د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې په ديترويت کې د ښځو يوه غونډه.

هغوی په احتجاجي غونډو کې هم خبرې وکړې، لکه په نيو يارک کې د يوې مظاهرې په ترڅ کې چې د کډوالو د حقونو د يوه فعال د اخراج پر ضد رابلل شوې وه. دغه غورځنګ اوس د امريکا په متحده آيالاتو کې د ښځو د پيوستون او د هغوی د راټولېدلو اصلي مرکز ګرځېدلی دی. په بېلابېلو سيمو کې ځايي ټولنې هم جوړې شوې څو په ټوله امريکا کې په وار وار ټولنيز او سياسي احتجاجونه تنظيم او په لاره واچول شي. 

په سعودي عربستان کې د میرمنو حقونو ته ځغلنده کتنه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: