1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو ورځ نه پیژنم»

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه

د گل پاڼي مېړه پنځه کاله مخکي په جگړه کې وژل شوی دئ، شپږ ماشومان لري او د افغانستان په ناامنه ولایت کندهار کې ژوند کوي. دغه مور د ښځو ورځ نه پیژني او په دې ورځ هم مجبوره ده چې خپلو ماشومانو ته د ډوډی پیدا کولو هڅي وکړي.

https://p.dw.com/p/14H4g
انځور: AP

گل پاڼه له خپل سخت ژوند څخه خبري کوي او وایي چې پر ځان ئې ډیري ستونزي منلي دي خو خپل ماشومان ښوونځي ته استوي. هغه وایي: «غواړم د دوی راتلونکې روښانه وي. نو له همدې کبله پر ځان ډیري ستونزي منم خو ماشومان مې ښوونځي ته استوم. که زه دوی ته د زده کړي شرایط برابر نه کړم نو کله چې لویان شي پر ما به نیوکه وکړي او را ته به ووایي: مور موږ پلار نه درلود او تا موږ د زده کړو له پاره ښوونځي ته و نه استولو.»

د گل پاڼي ژوند تل داسي نه وو. هغه وایي چې کله چې ئې مېړه ژوندی وو نو دې د خپلو ماشومانو د نفقې اندېښنه نه درلوده. دغه مور زیاتوي چې له هغه وخت راهیسي چې ئې خاوند وژل شوی دئ ډیر داسي وختونه راغلي دي چې دې ئې د کورنۍ له پاره د وچي ډوډۍ د اخیستلو پیسي هم نه درلودلې.

کله چې دغه مور د خپلو ستونزو په اړه خبری کوي په ژړا شي او وايي چې هیڅ څوک هم ورسره مرستي نه کوي. هغه په ژړغوني آواز وایي: «ماشومان درمل ته اړتیا لري. هغوی له ما څخه نوې جامې غواړي. خو زه ئې هغوی ته نه شم ورکولای.»

که څه هم باران نړۍ ته خوشحالي او سمسوري راوړي، خو کله چې په کندهار کې باران وریږي گل پاڼه له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شي. هغه وایي چې د باران په اوریدو سره د دې کور ته اوبه راننوځي او دا او کورنۍ ئې د باران تر دریدلو پوري ولاړ وي.

د هغې په خبره ځينو ټولنیزو ستونزو د له کور څخه بهر د هغې د کار کولو مخه نیولې ده. هغه وایي: «د بل د کور د کار نه یم. خلک وایي چې گوره ځوانه ښځه ده او د بل په کور کې کار کوي.»

کله چې له گل پاڼې څخه وپوښتل شوه چې د هغې غوښتنه څه ده، هغې په ځواب کې د دې پر ځای چې د ځان له پاره د مرستو غږ وکړي وویل چې غواړي نور په افغانستان کې جگړه پای ته ورسیږي او نورې ښځي د هغې په شان کونډي نه شي.

دغه مور په افغانستان کې د لسهاوو زرو ښځو یوه بیلگه ده. په تیرو څو لسیزو کې افغان میرمني د افغانستان د بل هر قشر په پرتله ډیري ځپل شوي دي او لا اوس هم ځپل کیږي. که څه هم دغه باهمته مور د ښځو نړیواله ورځ نه پیژني، خو په اصل کې دا د همدې او دې ورته د میلیونونو افغان میرمنو ورځ ده.

موري د ښځو ورځ دې مبارک شه!

یادښت: په لیکنه کې د دې مور له اصلي نوم څخه کار نه دئ اخیستل شوی.

د مرکي غږ دلته اوریدلای شی.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب