1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی زيات سوی دئ»

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چي د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ئې، په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي تر۱۰۰۰ زیاتي پېښي ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/16HoH
انځور: DW

په دغه وزارت کې د ښځو حقوقي رئیسې فوزیه امیني د یکشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۲ کال سپټمبر ۳۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چي د تېر کال په پرتله سږکال په هېواد کي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو شمېر زیات شوی دئ. خو وې نه ویل چې په دې پېښو کې څو سلنه زیاتوالی راغلی دئ؟

د اغلي امینې په وینا د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په پیښو کې وژني، ځان وژني، ځوړندول، ځان سوځونه او نوري ډېري پېښي شاملي دي.

خو آیا دا چې دا یا دې ورته نوري پېښي څېړل شوي دي؟ اغلي امینې وویل: «زیاتره پېښو ته رسیده ګي شوې ده، خو په ځېنو قضیو کې تورن تښتېدلی نو ځکه ئې پېښي هم له څېړلو پاته شوي دي.»

صحرايي محکمه او خپلو حقونو ته د ښځو نه لاس رسی.

د ښځو چارو وزارات د چارواکو پر وینا اوس هم په کلیوالي سیمو کي ښځي په صحرايي محکمو کي محکومیږي، ځکه هلته عدلي او قضايي سیستم نه شته. فوزیه امیني وايي صحرايي محکمې په هغو سیمو کي ډيري دي چې دولت ورته د لاسرسي توان نه لري.

په غزني کې د ملایانو له خوا د صابري په نوم د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ په درو وهل ددې ډول ترټولو تازه پېښه ده. په همدې حال کې د ښځو شبکه ددغه راز پېښو د غندلو ترڅنګ له دولت څخه غواړي چي عاملین دې محکمې ته راکش شي.

د افغان ښځو د شبکې رئیسه عفیفه عظیم وايي: «که چیري ددې ټولنې سړي خپل مسئولیت وپیژني، د بې تفاوتۍ فرهنګ یو اړخ ته وغورځوي، حکومت د قانون تطبیق ته وهڅوي، هغه څوک چې جرم کوي د خپل جرم په سزا ورسوي، نو د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پیښي به راکمې شي، که داسې ونه شي دا پېښي به نور هم زیاتوالی ومومي.»

له بل لوري یو شمېر افغان میرمنې بیا د ښځو چارو پر وزارت نیوکه کوي چې تراوسه ئې یوازي په ویناوو او د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د پېښو د شمېرو پر خپرولو باندي تکیه کړې ده.
افغان خبریالي برېښنا نسیمي په دې اړوند دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، دغه وزارت باید د شمېرو خپرولو ترڅنګ په عملي اقداماتو وکړي:

«دوی کولای شي چې پر عدليي او قضايي بنسټونو باندې فشار راوړي ترڅو د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي عاملین ونېسي خو لیدل کیږي چې ډيری نېول شوي کسان هم د بډو پر اساس له بنده خوشې کیږي او سزا نه ورکول کیږي.»

د قانون له مخي د ښځو پر وړندې هر ډول تاوتریخوالی منع دئ او عاملین ئې مجرم بلل شوي دي، خو ویل کیږي چې په افغانستان کې بي سوادي، بې وزلي او د قانون نه تطبیق د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د زیاتوالي ترټولو ستر لاملونه دي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل