1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو په وړاندي تاوتريخوالي کي کمی نه ليدل کيږي

۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبه

هر کال په افغانستان کي د بشر حقوقو ادارې او د ښځو د ملاتړ يو شمير ټولني خبر ورکوي چي راتلونکی کال به د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي په پيښو کي کمښت راسي خو۲۰۱۰ کال په ختيځ زون کي بيا هم د ښځو لپاره ناوړه بلل سوی.

https://p.dw.com/p/QsiZ
افغان مېرمني د يوې نندارې پرمهال
افغان مېرمني د يوې نندارې پرمهالانځور: AP

دغلته د بشر حقوقو چارواکو خبر ورکړ چي د ښځو پر وړاندي شته ستونزي لا پرتي دي او تر دي دمه نه دي حل شوي .

پدغه ولايتونو کي په بديو کي د نجونو ورکول که څه هم له پخوا يي کچه ټيټه شوې خو تراوسه لا ورته د پاي ټکی نه دي ايښودل سوي.

کورنی تاورتخوالی، په زور واده کولو ته اړه کول او د نجونو پر سر لوړ ولور چي وروسته د نجونو ژوند له ګواښ سره مخامخوي هغه څه دي چي د ښځو په وړاندي يي تاوتريخوالی پيدا کړی.

د ننګرهار ولايت اوسيدونکې شهلا المان ږغ راډيو ته وويل چي تر اوسه د ښځو په وړاندي د زور زياتي کچه د پخوا په څير لوړه ده او دلته د ښځو د ملاتړ ادارويي لا مخه نه ده نيولي.

« د بشري حقونو اداره وايي چي دوی د ښځو په برخه کي کارونه کړي اوسرته يې رسوي خود دوی کارونه نه په ښار او نه هم په ليرو پرتو سيموکي ترسترګوکيږي که کاريي کړي وي نواوس به دښځوستونزوته د پای ټکي ايښودل سوی وای.

هغه وايي نورهم د ښځو په وړاندي مشکلات مخ پر ډيريدو دي، کله په کور کي يوه خواښې را ولاړيږي خپله انږور وهي، خاوند له خپلي مېرمني سره ښه سلوک نه کوي او داسي نور.

پدغه ولايت کي يوازي شهلا نه ده چي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي له پيښو يادونه کوي، بلکي ډيري ښځي نوري هم شته چي له دغه ډول ستونزو څخه رنځ وړي.

په ختيځ زون کي د بشر حقوقو چارواکي هم دا مني چي تير کال د ښځو پر وړاندي د زور زياتي پيښي ډيري وي خو دقيق ارقام يي په لاس کي نه لري .

د بشر حقوقو د ښځو د برخي مسوله صبرينا حميدي المان ږغ ته وويل چي که په سيمه کي هره مېرمن ستونزه ولري بايد دوی ته خبر ورکړي .

« زموږسره په ختيځ زون کي د تاوتريخوالي د کچي په اړه ځانګړي ارقام نسته خو اوس هم تاوتريخوالی په ليري پرتو سيمو کي پر خپل حال پاته دی.»

صبرينا حميدي زياتوي چي په ختيځ زون په تيره بيا په نورستان، کونړ او لغمان کي د ښځو وضيعت ډيرخراب دي، هلته په ښځو شاقه کارونه ترسره کيږي، په بديو کي ورکول کيږي او پدغه ولايتونو کي د نورو تاوتريخوالو ترڅنګ تير کال د قتل پيښي ډيري سوي.

« نور تاوتريخوالی خوپريږده، هلته تير کال د قتل پيښي ډيري وې. يوه له دغو کسانو څخه هغه خور وه چي د خپل خاوند، خسر او د کور د نورو غړو لخوا ووژل سوه.

دهغې د کورنۍ غړو نه غوښتل چي د نوموړي د مرګ په اړه څه ووايي خو صبرينا يې کيسه داسي کوي.

« کله چي نوموړې د لغمان څخه جلال اباد ته راوړل سوه په کوما کي ول. هغې خپله کيسه وروڼو ته کړې ول، چي ډيره په بې رحمۍ سره وهل سوې يم. په کورکي راته وويل سول چي په کوټه کي داسي ځای ودريږه چي لوښي او فرش ستا په وينو رنګ نه سي. يعني د انسان نه لوښي هم په افغانستان کي قدر لري.»

په افغانستان کي دداسي پيښو مخنيوی ډير ستونزمن کار دی. خو خلک وايي بايد افغان دولت پدې برخه کي له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه ګټه واخلي تر څو دغه خلک په ټولنه کي عامو خلکو ته د ښځو حقوق ورپه ګوته کړي.

شمع احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل