1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځينه فوټبال کوارټر فاينل لوبي

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

په آلمان کي د ښځينه فوټبال د روان نړيوال جام د لومړۍ مرحلې ټولي لوبي د چهارشنبې په ورځ سرته ورسيدې. د تير جام ګټونکی او د اوسنيو لوبو کوربه هيواد المان د A ګروپ په لومړي سر کي ځای لري.

https://p.dw.com/p/11qxX
د رواني مياشتي پر نهمه او لسمه نيټه به د کوارټرفاينل څلور لوبي تر سره سي.
د رواني مياشتي پر نهمه او لسمه نيټه به د کوارټرفاينل څلور لوبي تر سره سي.انځور: picture-alliance/dpa

د جون د 26 څخه د ښځينه فوټبال په نړيوال جام کي 16 لوبډلو برخه لرله، چي پر څلورو ګروپونو ويشل سوي دي.

پدغه ګروپونو کي شاملو ټولو لوبډلو په لومړۍ مرحله کي درې، درې لوبي وکړې. کوراټر فاينل ته د لوبډلو غوره کيدل د دوی د اولي مرحلې د لوبو په وړتيا پوري تړلې وه.

د هر ګروپ لومړی او دوهم غوره لوبډلي په دې توانيږي چي د کوراټر فاينل لوبو ته لار ومومي. د نايجريا، کاناډا، مکسيکو، نيوزي لينډ، شمالي کوريا، کولمبيا، ناروي او د ايکواټوريل ګني، لوبډلي پدي ونه توانيدي چي د سياليو په دوهم پړاو کي ولوبيږي.

نو په دې ترتيب اته لوبډلي اوس د سياليو څخه ووتلې او پاتي نوري اته لوبډلي د سياليو دوهم پړاو ته رسيدلي دي. پدغه لوبډلو کي آلمان، فرانسه، جاپان، انګلستان، سويډن، برازيل، استراليا او امريکا شاملي دي.

د برازيل، سويډن او آلمان لوبډلو په خپلو ګروپونو کي درې درې لوبي ګټلي او هري لوبډلي نهه، نهه نمرې تر لاسه کړي دي.

د ګروپونو په مرحله کي د برازيل لوبډلي تر ټولو زيات ګولونه کړي، دوی ټول 7 ګوله کړي او هيڅ کوم ګول يې نه دی خوړلی.

د المان لوبډلي هم 7 ګوله کړي خو مخالف لوبډلي هم په دې توانيدلي وې چي ګول ورکړي. نو پدي ترتيب د جرمني لوبډله دوهم ځای لري. د ځيني څيړونکو په آند په دي لوبو کي د المان لوبډله ډيره نه ده ځلېدلې.

د رواني مياشتي پر نهمه او لسمه نيټه به د کوارټرفاينل څلور لوبي تر سره سي. په نهمه نيټه به د کوارټرفاينل لومړۍ لوبه د آلمان او جاپان لوبډلو تر منځ وي او په همدي ورځ به د فرانسې او انګلستان لوبډلو تر منځ دوهمه لوبه تر سره سي.

د جولای پر لسمه نيټه به د کوارټرفاينل دريمه لوبه د سويډن او برازيل او څلورمه به د امريکا او استراليا لوبډلو تر منځ وي.

د دي لوبو څخه ګټونکي څلور لوبډلي به نيمه پايلوبو ته لار ومومي، چي په پام کي ده د جولای د مياشتي پر 13 نيټي به تر سره سي.

د ښځينه فوټبال د نړيوال جام پايلوبه، به د جولای د مياشتي پر 17 نيټه د فرانکفورت په ښار کي تر سره سي.

دويچه ويله/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل