1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل اوسیدونکي: رای ورکولو ته چمتو یو

حسی سیرت۱۳۹۳ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د چوپتیا د دورې له پیلیدو سره ولسمشریزو نوماندانو خپل کمپاینونه درولي دي. له دې سره د کابل دروازې هم د تازه راتلونکو پر وړاندې تړلې شوې دي. د کابل اوسیدونکي وایي چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو له پاره رایې ورکوي.

https://p.dw.com/p/1BbNt
انځور: Reuters

ولسمشریزو نوماندانو د کمپاین پر وروستۍ ورځ په تلویزیونونو کې تر بل هر وخت ډیر اعلانونه خپاره کړل. پر دې سربیره هغوی کور په کور او کوڅه په کوڅه کمپاینونه هم په لاره واچول.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی جمشید، وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې د ټولو نوماندانو ټاکنیز پروگرامونه لیدلي دي او د حمل میاشتې پر ۱۶ نیټه به په ټاکنو کې گډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته به رایه ورکړي: «د افغانستان ټول خلک غواړي چې د ټاکنو له لاره خپل راتلونکې مشر وټاکي. په ټاکنو کې باید درغلۍ نه وي ځکه له کبله یې بدبختۍ رامنځ ته کیږي. زه پخپله په ټاکنو کې گډون کوم او رایه مې کاروم.»

د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې دیرش کلنو جگړو له افغانستان څخه هر څه اخیستې دي. هغوی روښانوي چې نور افغانان نه غواړي چې واک د جگړې له لارې له یوه کسه بل ته ولیږدول شي.

د کابل ښار بل اوسیدونکی توریالی، وایي: «ټاکنې ښې دي په دې شرط چې د گاونډیو هیوادونو لاس وهنه په کې نه وي ترڅو موږ وشو کولای خپل راتلونکی مشر وټاکو. زه به هرو مرو په ټاکنو کې گډون کوم او خپل مشر به ټاکم.»

د ټاکنیزو څارنو له پاره چمتوالی

تیفا یا د شفافو ټاکنو بنسټ وایي چې اووه زره کسان یې د ټاکنو د څارنې په موخه چمتو کړي دي. دغه بنسټ زیاتوي چې هڅه کوي لیریو پرتو سیمو ته چې په کې د درغلیو امکان ډیر دی، هم څارونکي واستوي.

د تیفا د څارنې د څانگې مشر شمس راسخ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د ټاکنو د بهیر ښه څارنه، د دغه ټاکنو د شفافیت ضمانت کوي. تیفا له دې کبله چې ډیر شمیر څارونکو کارتونه ترلاسه کړي دي خوشبنیه ده خو په عین حال کې دغه بنسټ د څارنیز بهیر پر مهال د همغږي د احتمالي نه موجودیت په اړه اندیښنه لري.»

د دغه بنسټ اصلي اندیښنه دا ده چې د ټاکنو په ورځ به په ښارونو کې ډیر شمیر څارنیز څارونکي موجود وي چې له کبله یې بې نظمې رامنځ ته شي خو بیا په لیریو پرتو سیمو کې د هغوی شمیر کم وي. د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې ټول ټال ۲۶۵ زره څارونکي پر ټاکنو باندې څارونه کوي.

په همدې حال کې د ړنو ټاکنو د بنسټ مشر نعیم ایوب زاده، وایي چې د نوماندانو په کمپاینونو کې د خلکو پراخه ونډه د طالبانو له پاره یو روښانه پیغام وو. هغه زیاتوي: «د تیرو ټاکنو په پرتله مو په نسبي ډول ښه کمپاینونه لرل. خلکو په دغو کمپاینونو کې له گډون سره وښوله چې طالب نور په دې ټولنه کې ځای نه لري.»

وړې پیښې باید لویې و نه ښول شي

د آزادو رسنیو ملاتړې موسسې نی، د افغانستان له ټولو رسنیو څخه وغوښتل چې د ټاکنو د ورځې تر پایه پورې د داسې خبرونو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې د خلکو په منځ کې ویره رامنځ ته کوي.

په نی کې د رسنیو د څارنې د ادارې مشر صدیق الله توحیدي، وویل چې د ترهگرو تر ټولو لوی هدف دا دی چې خلک وویروي. هغه زیاته کړه چې که رسنۍ د ترهگرو د ویرونکو فعالیتونو له خپرولو څخه ډډه وکړي نو هغوی به خپل هدف ته و نه رسیږي. توحیدي زیاته کړه: «افغانستان اوس په یوه دیر حساس وضعیت کې دی. دغه شرایط د دې ایجاب کوي چې هغه مطالب چې د خلکو فکرونه خرابوي خپاره نه شي. موږ باید د یوه منتخب حکومت د رامنځته کیدو ملاتړ وکړو.»

تیفا په دې کنفرانس کې له ټولو نوماندانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو پایلې ومني. افغانان به د شنبې په ورځ رایې ورکړي او د دریم ځل له پاره به خپل ولسمشر وټاکي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب