1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او واشنګټن اړیکې د سولې خبرو له کبله خړې پړې شوې دي

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ پر روانو خبرو اترو تر سختو نیوکو وروسته د کابل او واشنګټن تر منځ دیپلوماتیک جنجال رامنځته کړی دی. هغه په ځانګړي توګه پر خلیلزاد نیوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/3F6h4
Schweiz Afghanistan-Konferenz 2018 in Genf | Hamdullah Mohib, Sicherheitsberater Afghanistan
انځور: picture-alliance/Keystone/S. di Nolfi

د افغان ولسمشر باوري مشاور حمدالله محب، د پنجشنبې په ورځ له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان په دیپلوماتیکو اړیکو کې یوه شخړه رامنځ ته کړه دا ځکه چې هغه د واشنګټن او طالبانو تر منځ پر روانو خبرو اترو باندې سختې نیوکې وکړې.

د ملي امنیت مشاور بیا په ځانګړې توګه د واشنګټن پر مشر مرکچې او د سولې په چارو کې د ولسمشر دونالد ترمپ د ادارې پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، باندې د هغه د «شخصي غوښتنو» له کبله نیوکې وکړې.

محب په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «موږ نه پوهیږو چې څه روان دي. موږ هغه شفافیت چې باید یې ولرو، نه لرو.»

هغه زیاته کړه: «وروستي کسان [چې له پرمختګونو] خبریږي، موږ یوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرت پلادینو، ویلي دي چې محب د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دیوید هیل، له خوا احضار شو او د محب هغه څرګندونې یې رد کړي چې «پخلاینې ته یې د امریکا پر روش نیوکه» کړې.

خبره په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه ده چې تیر اوړی پیل شوي او وروستی دور یې د سه شنبې په ورځ پای ته ورسید. د دغو خبرو تر پای ته رسیدو وروسته خلیلزاد چې بل هر ځل به یې لومړی کابل ته سفر کاوه، دا ځل واشنګټن ته ولاړ.

دې موضوع په کابل کې اندیښنې راوپارولې.

افغان چارواکي د دوحې په بهیر کې ښکیل نه دي ځکه طالبان نه غواړي له هغوی سره وغږیږي. طالبان ادعا کوي چې د کابل حکومت د واشنګټن لاسپوڅی دی.

محب کابل ته د خلیلزاد په نه راتلو نه، بلکي د سولې د روان بهیر پر اهدافو نیوکې وکړې. هغه وویل: «موږ غواړو واورو چې پرمختګ شوی. خو دا پرمختګ څه دی؟»

هغه زیاته کړه: «زموږ درک دا دی چې که کومه موافقه شوې هم وي، نو دا یوه خرابه موافقه ده.»

محب «په مسوده کې د یوه توافق» خبره وکړه چې د خلیلزاد په حواله د طالبانو او امریکا مرکچیان ورته د بهرنیو ځواکونو د وتلو او طالبانو له خوا د ترهګریز ضد تضمیونو په هکله رسیدلي دي.

محب وویل چې دا امکان لري چې طالبان یوازې غواړي له ۱۷کلونو راهيسي رواني جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو په نظر کې د ځان له پاره مشروعیت ترلاسه کړي.

محب دا هم وویل چې په خټه افغان زلمي خلیلزاد په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې غوښتل ځان د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره ونوموي. محب وویل: «د سفیر خلیلزاد سابقې، شخصي سابقې ته په ګتو سره، هغه په افغانستان کې شخصي اهداف لري.»

محب وویل: «په افغانستان کې برداشت دا دی، په حکومت کې خلک داسې فکر کوي چې کیدای شي، دغه ټولې خبرې د دې له پاره وي چې یو موقت حکومت رامنځ ته شي چې [خلیلزاد] دې بیا مشري وکړي.»

محب وویل: «هغه [خلیلزاد] یو ډیر باوري متحد له ځانه لیري کوي او څنډې ته کوي یې.»

د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت محب ته ګواښ کړی دی چې پر زلمي خلیلزاد باندې بریدونه د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت باندې بریدونه دي او داچې یوازي د دوو اړخیزو اړیکو او سولې بهیر د خرابیدو لامل کیږي.

خو په هر حال رابرت پلادینو خبریالانو ته دا هم وویل چې واشنګټن پر ولسمشر محمد اشرف غني، باندي اعتماد لري او دا یې هم ومنله چې د واشنګټن او کابل تر منځ تر ډیره همغږي او منظمې اړیکې رامنځ ته کیدای شي.

هغه وویل: «د افغانانو تر منځ خبرې باید د [سولې] د هرې وروستۍ بستې برخه وي.»

هغه د خلیلزاد خبرې تکرار کړي او روښانه یې کړه چې کله د ځواکونو د وتلو او ترهګرې ضد تدابیرو پر سر خبرې اترې نهایي شي، نو بیا به د افغانانو تر منځ پر مذاکراتو او ټول شموله اوربند باندې بحثونه پیل شي.

کله چې د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند څخه وپوښتل شول چې ایا په دوحه کې پر دویمو دوو موضوعګانو هم آن په اصولو کې بحث شوی او که نه؟ نو هغه د دې پوښتنې ځواب ور نه کړ او یوازې یې وویل: «تر هغه وخته پورې چې یو بشپړ تړون نه وي ترلاسه شي، پر هیڅ موضوع هم موافقه نه شي کیدای.»

(ms/nz (afp