1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک په قضيه کي سياسي مداخله

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه

د يوې تازه پلټني له مخي چي وښيي د کابل بانک په قضينه کي چي ۹۰۰ ميليونه ډالر ځني ايستل سوي دي، څوک پکښي تورن کړي، لوړپوړو سياسي چارواکو مداخله کړې ده.

https://p.dw.com/p/16rCB
انځور: AP

پلټنه ښيي چي د دغه بانک په سوو ميليونه ډالره د مسافروړونکو الوتکو په هغو کراچيو کي انتقال سوي دي، چي مسافرينو ته پکښې خواړه راوړل کيږي.

دغه نوې پلټنه، چي راپور ئې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) خپور سوی دئ، ښيي چي د کابل بانک ونډه لرونکو او د هغوی دوستانو د ۸۶۱ ميليونو ډالرو تقلبي پورونو څخه گټه اخيستې ده.

په راپور کي راغلي دي، چي پر کابل بانک باندي څارنه کمزورې وه، او د جنايي تحقيقاتو پرمهال سياسي مداخلې سوي دي. خو د افغانستان لوی څارنوالۍ دغه ادعاوي رد کړي دي.

د دغي نوي پلټني په راپور کي راغلي دي: «د پلټني پرمهال لاس ته راغلي معلومات پردې باندي دلالت کوي، چي په دغه قضيه کي د تورن پيژندلو کسانو په اړه د ۲۰۱۱ کال په دوبي کي په سياسي کچه يوه عالي کمېټه جوړه سوې وه او خپل تصميم ئې نيولی وو.»

په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفتر
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفترانځور: AP

دغي پلټني چي د بهرنيانو په مالي مرسته ترسره سوې ده، موندلي دي چي «د لوی څارنوالۍ له تحقيق کوونکو څخه غوښتل سوې ول، چي دعوې ته دي داسي تغير ورکړي، چي له نيول سوو تصميمونو سره يو شان وي.»

دغه پلټنه «له فساد سره د مبارزې د څارنې د خپلواکي کمېټې» د درو تنو افغانانو او درو تنو بهرنيانو له خوا ترسره سوې ده.

له کابل بانک څخه په غیر قانوني توگه د ايستلو سوو پيسو په قضيه کي د غلا په تور د دغه بانک د جوړونکي او رئيس شيرخان فرنود او پخواني اجرايه رئيس خليل الله فيروزي په گډون ۲۲ تنه نيول سوي دي.

د کابل بانک د ونډه لرونکو په ډله کي چي له دغه بانک څخه ئې پور اخيستی دئ، د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د جمهورري رياست د لومړي مرستيال قسيم فهيم ورور حصين فهيم شامل دي.

ويل کيږي وروسته ترهغه چي ولسمشر حامد کرزي فرمان صادر کړ، چي هر هغه څوک چي د کابل بانک پيسې بيرته راوړي مصوونيت ورکول کيږي، حاجي حصين فهيم او محمود کرزي له بانک څخه اخيستي پورونه بيرته راوړل.

د کابل بانک قضيې د څېړلو د ځانگړي محکمې رئيس شمس الله شمس په خبره د ولسمشر کرزي ورور ۲۲ ميليونه ډالره او مارشال فهيم ورور ۱۸ ميليونه ډالره بيرته کابل بانک ته سپارلي دي.

اوس يوازي د دغه بانک پخوانی رئيس شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي په کابل کي بنديان دي. چارواکو ويلي دي، پنځه تنه له افغانستانه تښتېدلي دي.

فرانس پريس/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: نجيب الله زيارمل