1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک څخه مشروط ملاتړ

۱۳۸۹ شهریور ۱۵, دوشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان لوي خصوصي بانک د ډوبيدو پر لور منزل وهي، مرکزي بانک د لومړي ځل لپاره د هغه د ژغورلو څخه مشروط ملاتړ څرګند کړ.

https://p.dw.com/p/P5Mb
د کابل په نوي ښار سيمه کي د کابل بانک مرکزي دفتر مخ ته د مشتريانو کتارونه
د کابل په نوي ښار سيمه کي د کابل بانک مرکزي دفتر مخ ته د مشتريانو کتارونهانځور: AP

مرکزي بانک وايي د کابل بانک د ژغورلو لپاره د هغو جايدادونو د ارزښت مطابق پيسي ورکولای سي چي دغه بانک يي د ملک دننه لري.

د افغانستان د مرکزي بانک ريس عبدالقدير فطرت نن وويل چي د افغانانو افغانۍاو ډالر پيسي به ورکړو، کابل بانک ته به د افغانستان بانک د هغه د ملکيتونو او پورونو د تظمين مطابق پيسي په پور ورکړي».

اوس د کابل بانک لانجه دومره لويه سوې چي تقريباًهيڅ څوک هم ترينه بې خبرندی.

هر سهار، د دغه بانک څانګو ته په اوږدو ليکو کي ولاړ مشتريان هڅه کوي چي خپلي شتمنۍ هر څومره چي ژرامکان ولري ځني وباسي.

د بانک د کارکونکو او مديرانو سره تقريباْ هره ورځ خلک لاس او ګريوان دي.

مشتريان پيسي غواړي خو بانکي مامورين يې غوښتنو ته ځواب نه سي ويلای.

خو د خلکو د شکايتونو برخلاف، د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت ډاډ ورکوي چي دوﺉ د کابل بانک پوره ملاتړ کوي او اوس هره ورځ په زرګونو کسان په دغه بانک کي بيرته پيسي ذخيره کوي.

د فطرت د وينا له مخه چي يوازي پرون ۳۰۰۰ کسانو کابل بانک ته مراجعه کړې او تقريباً ۱۷مليونه ډالريي ذخيره کړي دي.

فطرت وايي چي په تيرو پينځو ورځو کي د دغه بانک چارو عادي بڼه غوره کړې خو جايدادونه يي د دولت له لوري کنګل سوي دي.

«د کابل بانک ډيری پورونه تظمينونه لري، د هغو قبالي له کابل بانک سره موجود دي، د څو سهمدارانو قبالي چي زموږ سره موجودي نه وې، په اړه يي موږ کابل ښاروالۍ ته ويلي چي د هغوﺉ د جايدادونو د خرڅ مخه ونيسي».

که څه هم د اقتصادي چارو شنونکي په لنډ مهال کي د کابل بانک ژغورلو او بيرته پر پښو دريدو ته هيله مند نه بريښي، ځيني خويې لا دا هم وايي چي دغه بانک د مافيايي کړۍ په لاس کي وو او د مافيا کاروبارسر ته نه رسيږي.

د سياسي چارو مبصر او د ولسي جرګي غړي رمضان بشردوست هم د دغو کارپوهانو له ډلي څخه دي.

«کابل بانک د افغانستان د بې وزلو خلکو له پيسو پانګه اچولې ده ، موږ نه پوهيږو چي په څه طريقه، په کوم ځاي کي، په کوم اساسي تحقيقاتو او مسلکي لاري، دا په خارج کي ده، څوک د دي پانګي مشري کوي.»

که څه هم ښاغلي بشردوست د مافيايي کړيو څخه نوم وانخيست خو دا يي وويل چي د دغه بانک سهمداران د هغي مافيايي کړۍ غړي دي چي د ملک دننه او د باندي يې خپلي ريښي ټينګي کړي دي.

کابل بانک له نن څخه څه باندي پينځه کاله دمخه د يو شمير سياست والو اوسوداګرو له لوري جوړ او په کار يي پيل وکړ چي نن صبا د ملک په ټولو ولايتونوکي څانګي لري.

د کابل بانک د مالي ستونزو په اړه د لومړي ځل لپاره غربي رسنيو خبرونه خپاره کړل.

واشنګتن پوست امريکايۍ ورځپاڼي راپور ورکړ وو چي دغه بانک ته په خپلو کاروبارونو کي شاوخوا درې سوه مليونه ډالره زيان اوښتی او نسي کولای چي د خلکو پيسې ورکړي.

خو که څه هم افغان چارواکي او د کابل بانک مشران خلکو ته د هغو د پيسو د خوندي توب ډاډ ورکوي ليکن مشتريانو په اوس وخت کي په دغه بانک خپل باور له لاسه ورکړی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل