1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«استخباراتو دمخه د کابل د برید په هکله خبرداری ورکړی وو»

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

کابو یوه میاشت مخکې په کابل کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه چې پکښې د آلمان سفارت ته هم زیان واوښت. د یوه رپوټ له مخې دغه برید چې تر ۱۵۰ زیات کسان یې ووژل تر مخه یې په هکله خبرداری ورکړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/2ffjA
Afghanistan deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې څو میاشتې تر مخه په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې د خونړي برید تر مخه استخباراتو د پلان شوي برید د لومړنیو نخښو نښانو په هکله معلومات لرل. د «آر بي بي ـ انفو راډیو» د امنیتي کړیو له قوله رپوټ ورکړی دی چې د آلمان استخباراتو په دې هکله خبرداری ورکړی وو.  په رپوټ کې ویل شوي دي چې آن دا هم معلومه وه چې ښایي برید څه ډول تر سره شي.

د روان میلادي کال د می میاشتې په پای کې د فاضله موادو په یوه ټانکر کې پټ کړی شوو چاودیدونو توکو ته په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې چاودنه ورکړل شوه. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه ووژل شول او نور ۴۵۰ ټپیان شول. په چاودنه کې د آلمان سفارت ودانۍ ته هم سخت زیان واوښت.

په چاودنه کې په کابل کې د آلمان سفارت ته سخت زیان واوښت
انځور: Picture alliance/Zumapress/R. Alizadah

لس وارې ډیر چاودیدونکي توکي

د آر بي بي، په نوم راډیو د رپوټ له مخې د جنورۍ میاشتې په اتلسمه نیټه یعنې تر چاودنې پنځه میاشتې وړاندې د آلمان پوځي استخباراتي ادارې (ام اې دي) د برید د پلان په هکله معلومات تر لاسه کړي وو. رپوټ زیاتوي چې هماغه مهال له دې څخه یادونه کیده چې د فاضله موادو د یوه ټانکر په واسطه برید پلان شوی دی. زیاته شوې ده چې تر دې وروسته بیا هم خبرداري ورکړل شوي وو.

د نوموړې راډیو د رپوټ له مخې د چاودیدونکو توکو حجم له هغې څخه په څرگند ډول ډیر وو چې تر اوسه یې یادونه شوې ده. تر اوسه ویل کیده چې په چاودنه کې ۱۰۰۰ کیلوگرامه چاودیدونکي توکي استعمال شوي وو. خو اوس ویل شوي دي چې زر نه بلکې په ټانکر کې لس زره کیلوگرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

(dpa, tagesschau) sr/sm