1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل برید ته غبرګونونه: سوله له چا سره؛ هغه چې مو وژني؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د کابل تر خونړۍ برید وروسته د دې ښار یو شمیر اوسیدونکو خپله غوسه پر ټولنیزو رسنیو څرګنده کړې او په دې اړه یې پوښتنې مطرح کړي چې ایا له داسې کسانو سره چې دغه ډول بریدونه ترسره کوي د سولې خبرې یو ښه اقدام دی.

https://p.dw.com/p/3O5Be
Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier
انځور: AFP/W. Kohsar

په کابل کې د شنبې شپې (د ۲۰۱۹م کال د اګست ۱۷مه) بريد چې په يوه هوټل کې د واده پر مراسمو شوی، په روان کال کې تر ټولو خونړۍ او وژونکې بريد وو. د برید په پایله کې تر اوسه پورې د ۶۳ کسانو د وژل کیدو او ۱۸۲ تنو نورو ټپي کیدو خبره کیږي. د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړیدای شي. د برید په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

تر برید وروسته د «رادا اکبا» په نوم د تویتر یوې کارونکي پر خپله پاڼه لیکلي دي: «سوله له چا سره؟ له هغو سره چې زموږ پر ودونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، دفترونو او کورنو باندې د بمونو بريدونه کوي؟»

هغې زياته کړې: «پر دغو کسانو باندې د دې خاورې پلورل یو غیرانساني او د ناروغانو کار دی. تاريخ به هيڅ کله دا هير نه کړي.»

طالبانو ویلي دي چې په دې برید کې یې لاس نه لره او هغه یې غندلی دی. په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ترهګره ډله هم فعاله ده او وخت نا وخت په دې هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

د سنا سافۍ په نوم ېوې افغان خبريالې بیا پر خپله تویتر پاڼه د طالبانو پر دې ادعا چې په برید کې یې لاس نه لره، شک ښوولې. هغې لیکلي دي: «بل څوک د دغه ډول وحشت وړتیا لري؟» هغه په دوام کې دا پوښتنه پوښتنه مطرح کړې: «په دې معنی چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې سره به د عامو افغان وژنه پای ته ونه رسيږي.»

د ترانسپورت وزارت سلاکار تواب غورځنګ، بيا پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکلي دي چې له طالبانو سره مذاکراتو، دغې ډلې ته مشروعيت ورکړ. هغه زیاته کړې: «که طالبانو ته زر وارې هم د سولې د خبرو له پاره مشروعيت ورکړل شي، بيا به هم د بشريت پر ضد او د هغوی جنګي جنایات ادامه ولري.»

د طالبانو او امریکایي مرکچیانو له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه، کې سره په خبرو بوخت دي چې له سوله ییزې لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو یوه توافق ته ورسیږي. خو داسې ښکاري چې که څه هم امریکا او طالبان یوه توافق ته سره نزدي دي، خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پیلیدل لا وخت ته اړتیا لري. ډیر شمیر کسان په دې اړه شک لري چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ تړون دې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د تابش افغان په نوم يو بل افغان خبريال، په برید کې د طالبانو د لاس نه لرلو ادعا په اړه پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي: «دوی د افغانانو په سترګو کې مسوول دي. دوی له يو هيواد څخه چې ديرش ميلیونه وګړي لري مسلخ جوړ کړی دی.»

(ks/ms (reuters