1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل برید کې اته تنه وژل شوي دي

dpa/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

د ملګرو ملتونو پر ودانۍ باندې د طالبانو برید د لسو ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی دی. امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې په دغه برید کې اته تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18dly
انځور: picture alliance/landov

په وژل شوو کسانو کې دوه ملکي افغانان، د پولیسو یو افسر او پنځه طالب یاغیان شامل دي. پر دې سربیره څلور نیپالي ساتونکي، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. دا په تیرو دوو اونیو کې دویم برید دی چې په کابل کې تر سره کیږي. افغان چارواکي وایي چې د ملکي مرګ ژوبلې شمیر ځکه کم دی، چې د جمعې ورځ رخصتي وي او د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وي.

د چارواکو او عیني شاهدانو په خبره دغه برید مازیګر هغه وخت پیل شو، کله چې ځانمرګي برید کوونکو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) پر دفتر باندې هجوم وروړ. بریدکوونکو ځانمرګي واسکټونه پر تن وو او په سپکو وسلو هم سنبال وو. د طالبانو ویاند تیره ورځ د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

د کابل امنیې قوماندان ایوب سالنګي ویلي دي، افغان ځواکونو د لسو ساعتونو وروسته، آخري وسله وال یاغي چې په یوه کور کې پټ شوي ول، وژلی دی: «د جګړې په دغه ساعتونو کې دوه ملکي کسان په هغه کور کې چې یاغیانو په کې پناه اخیستې وه وژل شوي دي. دواړه وژل شوي کسان نارینه دي.»

د حشمت ستانکزي په نوم د پولیسو یوه چارواکي تر دې د مخه ویلي وو چې په جګړه کې لا تر مخه یو پولیس افسر وژل شوی دی. د هغه په وینا د برید کوونکو چادري په سر وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشر جان کوبېز ویلي دي: «د کډوالو د نړیوال سازمان درې تنه مامورین ټپیان شوي دي چې د یوه حالت د اندیښنې وړ دی. د کار د نړیوال سازمان یو تن غړی هم ټپي شوی دی او اوس ټول کسان تر درملنې لاندې دي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې په دغه برید کې دوه ملکي افغانان او د پولیسو دوه تنه افسران ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو او په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت دغه برید غندلی دی.

د برید تیر بهیر

د جمعې په ورځ د کابل د امنیې قوماندان ایوب سالنګي، ویلي ول چې په پېښه کې څلور تنه برید کوونکي د ملګرو ملتونو یوه سیمه ییز دفتر ته ننوتي دي. هغه زیاته کړې وه: «زموږ امنیتي ځواکونو لا وختي دوه تنه برید کوونکي وژلي دي. دوه تنه نور برید کوونکي اوس د ملګرو ملتونو د دفتر د ودانۍ په دویم منزل کې دي او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.»

عیني شاهدانو ویلي ول چې هغوی د کابل په «قوا مرکز» سیمه کې لږ تر لږه څلور لویې چاودنې او د سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي.