1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل تفريحي سيمي د له منځه وړلو له ګواښ سره مخ دي

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

په کابل کي د تفريحي او تاريخي سيمو چور تالا د وګړو د شميرې سره نيغه اړيکه لري.

https://p.dw.com/p/Q5lF
د کابل ښار د يوې برخي څنډي انځور
د کابل ښار د يوې برخي انځورانځور: Pahjwok Afghan News

نا سپين سوي شميري په کابل کي د څه باندي پينځه مليونه وګړو د ميشتيدو خبره کوي.

د پلازمېني يو شمير اوسيدونکي وايي چي د هري ورځي په تيريدو د ښار تفريحي او تاريخي سيمي د خلکو له لوري لاندي کيږي او پري خپل سري کورونه جوړيږي.

اوس په دغه ښار کي پر هديرو هم وار نه کيږي، او د ښار يو شمير دنګي غونډۍ او غرونه هم تر څوکو په خټينو کورونو پوښل سوي دي.

د بيلګي په توګه د نادر خان غونډۍ چي يوه مهمه تاريخي سيمه بلل کيږي پکښي په سلګونو د استوګني کورونه جوړ سوي او دغه لرغوني سيمه د بربادۍ له ګواښ سره مخ سوې ده.

د کابل ښاريانو په خبره په هديرو کي کورونه جوړول مړو ته سپکاوی دی. او هغوی ددولت څخه ددغه خپل سرو کارونو د مخنيوی غوښتنه کوي.

د سيمي ډير اوسيدونکي وايي چي کابل ښاروالي بايد د خپل سرو ودانيو د جوړيدو مخه ډب کړي.

خو کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي چي په يو شمير سيمو کي يې د خپل سرو کورونو د جوړيدو مخ نيولی او د ښار د ټولو ناحيو مشرانو ته يې دنده ورکړې چي په خپلو اړوندو سيمو کي د خپل سرو کورنو د جوړيدو مخه ونيسي.

«موږ د دغو خپلو سرو کورنو د جوړيدو په وړاندي جدي کار پيل کړی، دوې اونۍ دمخه مي د شهدا صالحين په غونډۍ د يو شمير په خپل سرو کورنو د ورانيدو امروکړ، يو شمير مو ترينه ګډ کړل خو بيا هم موږ کرار نه يو ناست او خپلي هڅي جاري ساتو».

د ودانيزو چارو متخصصين وايي چي له تيرو نهو کلونو را پدي خوا په کابل کي په سلګونو زره بې نقشې او غير معياري کورونه ودان سوي دي.

هغوی ويره لري چي دغه ودانۍ د طبيعي افاتو په وړاندي له ټيټ مقاومت څخه برخمني دي او کيدای سي چي د زلزلې په معمولي ټکانونه را ړنګي سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل