1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل دوروستۍ پيښه په اړه د کارپوهانو نظرونه

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

په کابل کي وروستي بريد چي د حقاني بنسټ پالي ډلي کار بلل سوی لا هم د عامو خلکو، سياسي کارپوهانو او رسنيو ترمنځ د بحث توده موضوع ده. يو شمير پوځي کارپوهان افغان او بهرني ځواکونه د ملک په امنيت ساتلو کي ناتوانه بولي.

https://p.dw.com/p/12Ze3
په کابل کي د پيښي ځای
په کابل کي د پيښي ځایانځور: dapd

هغوی د کورنيو ځواکونو په سمبالولو کي په نړيوالو متحدينو هم په کلکه نيوکه کوي او وايي که ځواکونه سمبال نه سي نو د امنيتي واګو د ليږدولو بهير به له  ناکامۍ سره مخ سي.

کارپوهان د ښار په زړه کي د شپږو تنو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره شل ساعته اوږده  عمليات د کورنيو ځواکونو د ناتوانۍ څرګنده بېلګه بولي.

شنونکي په دي باور دي، چي په دغه بريد کي د کورنيوځواکونو تت عمل د هغوی د وړتيا په اړه د خلکو په منځ کي بې باورۍ رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان د دفاع پخوانی وزير شهنوازتڼی وايي:

« هغه خدمتونه چي د کابل د ګارنيزون په سيستم کي ورته اړتيا ده لکه استخباراتي معلومات، اړيکي، هوايي قواويي، سوق اداره او د تلاشۍ پوستو تر منځ همږغي هغه اوس مهال په افغان ځواکونو کي نه ترسترګو کيږي او همدا لامل دی، چي ترهګرد ښارونو منځ ته په اسانۍ لاره پيدا کوي او کورني او بهرني ځواکونو د ساعتونو ساعتونو لپاره بوخت ساتي».

د امنيتي بنسټونو تر منځ نه همږغي، د پوځي توکو او تجهيزاتو کمښت او د سرتيرو ټيټه مسلکي روزنه ددې لامل سوې، چي امنيتي ځواکونه يي د کابل د وروستي ترهګريز بريد د پر وخت کابو کولو په برخه کي پاتي راوستي.

همدا راز د ولسي جرګي يو شمير غړو په هيواد کي د نا امنيو څخه د انديښني په څرګندولو سره حکومتي مقامات په بې کفايتۍ تورن کړل.

د ولسي جرګې يو شميرغړي وايي د ملي دفاع، کورنيو چارو او ملي امنيت رياست مشران بايد له دندو ګوښه کړای سي، ځکه هغوی د شخصي اړيکو له مخي يو شميرکليدي امنيتي څوکۍ ويشلي دي.

د سولي د عالي شورا سلاکار اسماعيل قاسيم يار د زور پالو دغه راز بريدونه د سولي خبرو ته سخت په زيان بولي.

« زموږدولت بايد يو قوي، يو واقعي او يو قاطع او پرې کونکی سياست له خپلو مخالفينو سره د چلند لپاره غوره کړي، د طالبانو دغه ډول بريدونه د سولي بهير ته سخت زيان رسوي».

که څه هم د سولي عالي شورا دغه بريدونه داوړو لورو ته په زيان بولي خو يو شمېرنور کارپوهان بيا د دښمن په وړاندي د حکومت ضعيفه اراده په ملک کي د وينو د تويدو د  دوام اصلي عامل په ګوتو کوي.

پر کابل ښار باندي د سې شنبې ورځي د ډليزو بريدونو د ترسره کولو په تور اوس د حقاني ترهګره شبکه تورنه بلل سوې.

په افغانستان کي د ناټو تړون عمومي قوماندان جنرال جان الين ويلي د حقاني شبکې د دغه بريد په وړاندي د افغان ځواکونو پر وخت اقدام  وښوده، چي کورني ځواکونه د امنيت د اخيستلو توان لري او د هغوی دښمن ډير ناتوانه سوی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل