1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د نړیوال کنفرانس څخه عام خلک څه تمي لري

۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

دکابل نړيوال کنفرانس چي نن سه شنبه د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي پيل سوی دی د ننه په افغانستان کي تر ټولو مهم نړيوال کنفرانس بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/OPd0
په کابل کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او دوې ورځي رخصتي اعلان سوې
په کابل کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او دوې ورځي رخصتي اعلان سوېانځور: AP

په دغه کنفرانس کي چي د نړۍ له 52 هيوادونو څخه لوړ پوړو چارواکو او د دولسو نړيوالو سترو مرستندويو موسسو چارواکو برخه اخيستې ده د لندن د کنفرانس د پر يکړو په رڼا کي به د افغانستان پر مهمو مسلو خبري او پريکړي وکړي.

نوموړي کنفرانس ته د افغانستان عام وګړي ډيري تمي لري او هيله من دي چي دغه نړيوال کنفرانس وکولای سي په افغانستان کي د سولي، ښه حکومت والۍ او اقتصادي پراختيا په برخو کي ګټورې پريکړي وکړي.

په داسي حال کي چي د کنفرانس کار ادامه لري د کنفرانس د تالار څخه د باندي د کابل ښاريان د دغه نړيوال کنفرانس جوړيدل د افغانستان لپاره يو مهم ګام ګڼي.

دکابل ښار يو تن اوسيدونکی بخت محمد ځدراڼ وايي چي : د کابل په کنفرانس کې د امنيت د ټينګولو او اداري فساد په وړاندي د مبارزې لاري چاري دي ولټول سي.

دښار يو بل تن اوسيدونکی مولوي سميع الله ريحان وايي چي دی هغه وخت د کابل کنفرانس ته تمه کولای سي چي د کنفرانس پريکړي د کاغذ پرمخ پاته نسي او په عمل کي پلي سي.

دکابل د نړيوال کنفرانس څخه خلک په داسي حال کي ډيري تمي او هيلي لري چي په تيرو نهو کلونو کي نه يوازي داچي ډير پرمختګ و نه سو بلکي نور هم هيواد شاته پاته سو او د خلکو د بيلابيلو ستونزو سره مخامخ سول.

څکه نو عام خلک د کابل نړيوال کنفرانس ته زړه ښه کړی او په دې تمه دي چي نوموړی کنفرانس به وکولای سي د دوی پر ټولنيز ژوند مثبته اغيزه وکړي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل