1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د پيښي په اړه دوه لوړ پوړي امنيتي افسران له دندي گوښه سوي

۱۳۸۹ دی ۶, دوشنبه

د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کي يې د وړمي شپې د هغو عملياتو په برخه کي د بي غورۍ په جرم يو لوړ پوړی افسر له دندي ګوښه او د بل دندي يي ځنډولي چي په ترځ کي يي د يوه امنيتي شرکت دوه کارکونکي مړه او دوه نور ژوبل سوي ول.

https://p.dw.com/p/QkMo
د ايساف له لوري يوه خپره سوې خبر پاڼه کاږي چي دوی ته په دغه کور کي د جنايت کارونو د پټيدو او د چاوديدونکو توکود شتون راپور ورکړل سوی وو
د ايساف له لوري يوه خپره سوې خبر پاڼه کاږي چي دوی ته په دغه کور کي د جنايت کارونو د پټيدو او د چاوديدونکو توکود شتون راپور ورکړل سوی ووانځور: AP

د جمعي په شپه شاوخوا يوه بجه د کابل د لب جر په سيمه کي سوله ساتو ځواکونو يو کور کلابند او وروسته يې پري يرغل وکړ چي پکښي د دوو له بمونو ډکو موټرونو د ساتل کيدو شک وسو.

د ايساف ځواکونو ويلي چي دوی دغه عمليات ځکه تر سره کړل چي ګمان کيده په دغه کور کي يو شمير ترهګر او له بمونو ډک دوه موټر درول سوي چي په کابل کي د امريکا د سفارت پر ضد ترينه کار اخيستل کيږي.

د کورنيوچارو وزارت په لومړي سر کي وويل چي په عملياتو کي افغان ځواکونه برخه نه لرله خو د يوې ورځي په تيريدو روښانه سوه چي د کورنيوچارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزي يوه ټولګۍ پکښي ملاتړي رول درلود.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي د کورنيوچارو دوزير جنرال بسم الله محمدي د دستور سره سم د دغه وزارت د څيړني او پلټني د مديريت يو چارواکي له دندي ګوښه سوی او د همدې وزارت د يوه عالي رتبه جنرال دنده ځنډول سوې او د تحقيق لپاره اړوندو ادارو ته ور پيژندل سوی دی.

بشري دغه عمليات د افغانستان د قوانينو خلاف وبلل او د هغه افغان امنيتي ټولګي کړني يي هم د دوی د کړنلارو سره په ټکر کي وبللې چي د دغو عملياتوپر مهال يې تر سره کړي دي.

د ټايګر انټرنيشنل او راشد الهام شرکتونو ريس شاه آغا سخي زاده پرون په يوه خبري ناسته کي د هغو کسانو د محاکمي غوښتنه کړي چي د دوی د شرکت دوه ساتونکي يي وژلي او دوه نور يي زخميان کړي دي.

خو د ايساف ځواکونه وايي چي عمليات دوی تر سره کړي او وروسته معلومه سوه چي دوی ته ورکړل سوي معلومات کره نه ول.

د ايساف له لوري يوه خپره سوې خبر پاڼه کاږي چي دوی ته په دغه کور کي د جنايت کارونو د پټيدو او د چاوديدونکو توکود شتون راپور ورکړل سوی وو خو وروسته معلومه سوه چي معلومات ناسم ول.

ايساف ځواکونو که څه هم د دغه بريد په سبب بښنه غوښتي خو د ټايګر انټرنيشنل امنيتي او لوژستيکي شرکت ريس يي د منلو وړ نه بولي.

نوموړي وايي که چيري حکومت و نه توانيږي د دغي پيښي عاملين محاکمي ته را وکاږي دي به د دغه دوسيه نړيوالومحاکمو ته وړاندي کړي.

په پلازمېنه کابل کي په داسي حال کي بهرني ځواکونه عمليات تر سره کوي چي له تير يوه کال راهيسي د دغه ښار ټول امنيتي کنټرول کورنيو ځواکونو ته سپارل سوی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل