1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د چاودنو په قربانیانو کې اخراج شوی مهاجر هم شامل دی

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې یو افغان تنکی ځوان چې له سویدن څخه افغانستان ته اخراج شوی وو، په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی. د دغه سازمان په خبره کابل امن نه دی او پر اروپا یې غږ کړی چې د افغانانو د اخراج لړۍ دې ودروي.

https://p.dw.com/p/2egwI
Afghanistan Viele Tote bei Anschlag auf Begräbnis in Kabul
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS/R. Alidazah

له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو اخراج یوه جنجالي موضوع پاتې شوې ده. ډیری پر دې بهیر باندې ځکه نیوکې کوي چې په اند یې افغانستان له داسې امنیته برخمن نه دی چې رد شوي کډوال دې ورته واستول شي. په کابل کې تر وروستیو خونړیو بمي بریدونو وروسته بیا دغه شان نیوکې د پخوا په پرتله لا پسې ډیرې شوې دي.

وژل شوي تنکی ځوان د هغو ۲۰ رد شویو پناه غوښتونکو په ډله کې وو چې د مې میاشتې پر ۳۰مه نیټه له سویدن هیواد څخه افغانستان ته اخراج شوی وو. هغه د جون میاشتې پر ۳مه نیټه د یوه بل کس د جنازې په مراسمو کې په کابل کې د یوه بمي برید په پایله کې ووژل شو.

د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې اروپايي هیوادونو په زیاتیدونکې توګه افغان پناه غوښتونکي رد کړي دي. په بیانیه کې زیاته شوې: «دا مفکوره چې کابل د افغانانو له پاره د امن ځای په توګه په پام کې نیول شوی، ریښتني عواقب لري ... کابل امن نه دی.»

په دې وروستیو وختونو کې د پلازمینې کابل امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی. د مې پر ۳۱مه نیټه په دې ښار کې یوه موټر بم تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل او په سلهاو تنه نور یې ټپیان کړل. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په کابل کې تر ټولو خونړی برید وو.

تر دې پیښې وروسته په کابل کې د مظاهرو پر مهال یو شمیر ملیکان ووژل شول او د وژل شویو کسانو له ډلې څخه د یوه په جنازه کې یې درې ځانمرګي بریدونه وشول. دغو پیښو د کابل ښار او خلک ولړزول.

د کابل وروستۍ پیښې د دې لامل شوې چې د آلمان حکومت افغانستان ته د افغان رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ وځنډوي. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي: «نور اروپايي هیوادونه هم باید ورته کار وکړي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د دې ناسم فکر د له منځه تلو له پاره چې ګواکی کابل د پناه غوښتو له پاره امن دی، باید د لا ډیرو اخراج شویو پناه غوښتونکو وژل کیدو ته اړتیا نه وي.»

تر دې مخکې په فبروري میاشت کې ۲۳ کلن عتیق الله اکبري، په کابل کې په یوه برید کې ټپي شوی وو. هغه تر دې دوه اوونۍ وړاندې له آلمانه کابل ته اخراج شوی وو.