1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ـکندهار پر لويه لار سخت امنيتي تدابير

حسين سيرت۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

په زابل کې د۳۰ تنو افغانانو تر برمته کیدو وروسته د کورنیو چارو وزارت د لویو لارو د امنیت ساتلو له پاره لا جدي تدابیر نیولي دي. تر زابل وروسته په غزني کې هم لس تنه نور افغانان برمته شوي ول چې وروسته بيا آزاد شول.

https://p.dw.com/p/1Et9o
انځور: AP

د کورنیو چارو وزارت له خوا د یوې خپرې شوي بیانیې په حواله، دې وزارت د میدان وردگ، غزني، زابل، کندهار، فراه او هرات ولایتونو د امنیې قوماندانو ته امر کړی دی چې د کابل ـ کندهار د لويي لاري امنیت ټینگولو په موخه خپلي ټولي هڅې وکړي. په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی.

هغه مسافران چې د کابل-هرات پر لویه لار تگ راتگ کوي وايي چې اوس د لاري په اوږدو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د ملي اردو او پولیسو ډیري پوستې ليدل کيږي.

له بلې خوا د پارلمان غړي وايي چې د ناامینو له کبله ډیر کسان کولای نه شي چې له کابل څخه هرات ته خپلو کورونو ته ولاړ شي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ وویل چې په زابل ولایت کې د ۳۰ تنو افغانانو برمته کول د افغانستان د قومونو تر منځ د نفاق رامنځ ته کولو ته یو توطیه ده.

هغه وویل: «هغه کسان چې په زابل کې برمته شوي دي، د افغانستان ملي یووالي ته تر یوې توطیې پرته بل هیڅ هم نه دي. زه وياړم چې زموږ ځانگړو ځواکونو عملیات وکړل او ۶۹ تنه مخالفین یې ووژل.»

د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۱ تنه برمته شوي هزاره گان آزاد نه شول خو چارواکی وايي چې د هغوی د موندلو له پاره هڅي رواني دي.

په پیل کې داسي انگیرل کیدل چې د زابل ولایت د برمته نیوني پیښه ډیره جدي نه ده، خو کله چې د قومي مشرانو هڅي او ملي اردو عملیات ناکامه شول، نو په دې اړه هم اندیښنې ډیري شوې.

د دغو ۳۱ تنو برمته شویو کسانو د آزادۍ له پاره ترسره شوي عملیات ډیر پیچلي ول، آن تر دې اندازې پوري چې د زابل او کندهار ولایتونو د امنیې قوماندانان په دغو عملیاتو خبر نه ول.

د عملیاتو په ترڅ کې خاص ځواکونو د کندهار ولایت له هوایي ډگر څخه مستقیما د خاک افغان ولسوالۍ ته ولاړل. افغان چارواکو ویلي ول چې دغه عملیات په افغانستان کې بې ساري دي او د ملي اردو د خاصو ځواکونو د روزنو له پاره به یو آزمون وي.