1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر هوايي ډگر باندي يرغل پای ته ورسېد

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبه

د کابل د هوايي ډگر پر نظامي برخه باندي ۷ سره يرغل کوونکي وژل سوي دي. په دغه ښار کي د ناکرارۍ په خاطر د امريکا متحده ايالاتو سفارت د خطر زنگ وهلی دی او خپلو ټولو کارکوونکو ته ئې خبر ورکړی چي ځانونه خوندي کړي.

https://p.dw.com/p/18md7
Afghan police arrive at the site of an attack in Kabul June 10, 2013. Explosions were heard by Reuters witnesses and there were reports of gunfire near Afghanistan's main international airport in the capital, Kabul, early on Monday, and a police spokesman said insurgents had launched the attack. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST TPX IMAGES OF THE DAY)
Afghanistan Kabul Anschlag Flughafen Talibanانځور: Reuters

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ويلي دي چي افغان امنيتي ځواک تر څو ساعته جگړې وروسته په دې وتوانېد چي د کابل پر نړيوال هوايي ډير باندي يرغل کوونکي ووژني او په سيمه کي حالت عادي بڼه غوره کړي.

د کابل د پوليسو قوماندان محمد ايوب سالنگي ويلي دي، چي ۷ تنو وسله والو طالبانو د دوشنبې په سهار (۲۰۱۳کال د جون ۱۰) د کابل د نړيوال هوايي ډگر پر نظامي برخه يرغل وکړ، چي په دې ترڅ کي دوو تنو ئې ځانمرگي بريدونه وکړل او پنځه تنه نور هوايي ډگر ته څرمه دووې ودانيو ته ننوتل او پر هيوايي ډگر ئې فيرونه کول.

جنگ سهار وختي له لمر خاتو سره پيل سو
جنگ سهار وختي له لمر خاتو سره پيل سوانځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د هغه په خبره وسله وال طالبان په کلاشينکوفونو او لاسي بمونو مجهز ول. سالنگي زياته کړه چي تر څو ساعته جگړې وروسته افغان امنيتي ځواک په دې وتوانېد چي ټول يرغل کوونکي ووژني او افغان امنيتي ځواک ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې. د ملکي کسانو د مرگ ژوبلي په اړه هم تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.

د کابل د امنيتي ځواکونو په خبره وسله وال په دې و نه توانېدل چي هوايي ډگر ته ننوځي. د دوی په خبره په هغه ودانۍ کي چي وسله وال طالبان ځای پرځای سوي ول د ځانمرگي بريد دوه ناچاودلي واسکټونه ئې هم موندلي دي.

د کابل د هوايي ډگر له نظامي برخي څخه ناټو ځواکونه هم کار اخلي. په کابل کي د ايساف ځواکونه يوه وياند ويلي دي، چي د دوی سرتيرو ته زيان نه دي رسېدلی او زياته کړې ئې ده چي ځواکونه ئې د وسله والو طالبانو په مقابل کي د افغان امنیتي ځواک ملاتړ کوي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند د يرغل پړه پرغاړه اخيستې ده او په سيمه کي ئې رسنيو ته ويلي دي، چي په دغه يرغل کي ئې څوتنه افغان سرتيري وژلي دي او يو شمېر څرخۍ الوتکي ئې ويجاړي کړي دي.

د کابل د هوايي ډگر د نظامي برخي يوه څنډه
د کابل د هوايي ډگر د نظامي برخي يوه څنډهانځور: Reuters

د طالبانو د دغي ادعا په اړه تر اوسه پوري افغان چارواکو کون غبرگون نه دی ښوولی.

د کابل پر نړيوال هوايي ډگر باندي ځانمرگي او وسله وال يرغل د دې ښکارندوی دی، چي په دغه هيواد کي امنيتي حالت څومره د اندېښنې وړ دئ.

د دوشنبې په ورځ سهار په کابل کي د امريکا سفارت د خطر زنگ وهلی دی او خپلو کار کوونکو ته ئې ويلي دي، چي کوښښ وکړي ځانونه خوندي کړي.

د روان کال د اپريل د مياشتي په وروستيو کي وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ او وئې ويل، چي د دغو عملياتو هدفونه به ئې ديپلوماتيکي سیمي او بهرني سرتيري وي.