1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر وروستيو پيښو باندي تبصرې

۱۳۸۸ دی ۲۹, سه‌شنبه

دبرلين د« ټاګس څايتونګ»په نامه ورځپاڼه د خپلي دوشنبې دورځي په ګڼه کي دکابل پر مرکزباندي دطالبانود بريد په هکله ليکلي ،چي ددغه بريد هدف نظامي نه بلکه تبليغاتي ؤ

https://p.dw.com/p/La3K
انځور: AP

دا دنورو هيوادونو دقدرت په مرکزباندي دپاڅونکونکو بريدونوته ورته ؤ. دغسي بريدونه ټول له پوځي پلوه بې معنی وه، خو دتبليغاتي لحاظه يې ډيره اغيزه درلوده . دا ددې سبب کيدای شي چي دهري لانجې په وړاندي په احساس، اوپه هغه باندي په پوهيدلو، او پدې ډول دهغه په جريان کي تغير راولي . خو داسي ښکاري چي ددغه بريد نيټه دځيني وزيرانو دلوړي دکولو او دلندن له غونډي څخه لږ ورځي دمخه په آګاهانه ډول ټاکل شوي وي . طالبان ښيي چي په افغانستان کي دقدرت په مرکز کي هم امنيت نسي ټينګيدای . اوپدې ډول داښيي چي دجمهوررييس اوباما لخوا ددوی دپرزولو لپاره دنور پوځ داستولو لار يوه اشتباه ده ؛

Afghanistan Kabul Polizei Taliban steckt Gebäude in Brand
انځور: AP

د« راينيشه پوست» ورځپاڼه چي ددوسلدورف په ښارکي خپريږي د خپلي دوشنبې دورځي په ګڼه کي ليکي : دافغانستان دلانجي په شان لانجه ځانته آجنډالري . البته داکوم تصادف ندی چي دغه کسان چي پخپله يې پر ځانونو باندي دخدای د لاري دمبارزينو نوم ايښی دی، اوس په خپلو ځانمرګو بريدونو سره دکابل په مرکزکي ويره او وحشت خپروي . دډيرو نورو بريدونو په شان دابريد هم دستراتيژيکي محاسبې له مخي شويدي . طالبان له پوځي لحاظه کمزوري دي ، اونسي کولای پرحکومتي پوځونو اودهغو پر بهرنيو ملګرو باندي له پوځي لحاظه بريالي شي . خود دوشنبې دورځي په اقدامونوسره دوی ټولي نړۍ ته وښودل، چي دافغانستان بيارغونه په آسانۍ سره ويجاړيدلی شي .

داد استهلاک ستراتيژي ده : ځکه چي په لويديزو هيوادونوکي له جګړې څخه ستړ يا ورځ په ورځ ډيريږي . او مخکي تر دې چي په راتلونکي اونۍ کي په لندن کي دافغانستان دراتلونکي په هکله سلا مشوري وسي ، طالبان غواړي په هغه ډول دنا اميدۍ احساس چي په المان کي ډير خپوردی، لاپسي پياوړی کړي ؛

د«وستفالن بلت» نومي ورځپاڼه چي په بليفلد کي خپريږي دافغانستان دوضعي په هکله د خپلي دوشنبې دورځي په ګڼه کي ليکلي دي :

جمهوررييس حامد کرزي له بريد څخه څو ګړيه وروسته اعلام وکړ چي هرڅه ترکنترول لاندي دي . پداسي حال کي چي دافغانستان دقدرت پر مرکز باندي دطالبانو بريد ددې لپاره ډير بدتبليغ دی،چي په زرهاووکسه په ښو وسلو سنبال عسکر ددې قدرت او توان نلري چي دکابل دښار مهمي برخي وساتي . نو هغه کليوال چي خپلي ځمکي ددې په خاطر چي مينونه پکښي ښخ دي نسي کرلی، اوهغه کسان چي ياغيان يې په وسلو سره تهديدوي، څه به ووايي . هغه ميندي اوپلرونه چي مجبوره دي خپل ماشومان ښونځي ته واستوي ،څومره بايد وډار شي ؟

پدې ډول طالبان بيا پردي بريالي شويدي چي خارجي ځواکونوته دهغوی دتوان اوقدرت حدوروښيي . اوددې څخه يو ځل بيا څرګنديږي چي د افغانستان لپاره نوي ستراتيژۍ ته اړتيا ده . ددغي ستراتيژۍ له مخي بايده دي د معتدلو طالبانو سره که اصلاً موجود وي ،خبري اتري وسي ؛

Attacken der Taliban in Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

د«فولکس شتيمه» ورځپاڼه چي په ماګدبورګ کي خپريږي په خپلي د دوشنبې دورځي په ګڼه کي ليکي : طالبانو دکابل پر حکومتي ساحه باندي بريد وکړ . دوی غواړي چي ډارخپورکړي او ځانته پام راواړوي . جمهوررييس کرزي غوښتل چي ددغي دوشنبې په ورځ دخپلو وزيرانو يو شمير ته دوفادارۍ قسم ورکړي، نو طالبانو داوروښودل چي تاسي په هيڅ ځایس کي ډاډه نه ياستی، اومونږ له هرډول امنيتي خنډونو څخه اوښتي شو . اودويم داچي داددې په مقابل کي يو ډول توهين دی ، چي حکومت اعلام کړيدی، چي دوی غواړي ۳۵زرو طالبانوته کار پيدا کړي، اودا دهغو خبرو اترو پر ضد اقدام هم دب چي په ولايتونو او ولسواليو کي له طالبانو سره شويدي . او ددوی پيغام ناټو ته دادی چي : ځان مه په تکليف کوۍ مونږ قوي او هرچيري يو .

دشمالي اطلس دفاعي تړون ناټوغواړي چي دجنوری دمياشتي په پای کي دامنيت ، دحکومت دصلاحيت او حکومتداری ،په ټولنه کي دطالبانو دورګډولو ، اودافغانستان پر اقتصادي او ټولنيزي وضعي باندي سلا مشوري وکړي .څوک چي دا پيغامونه ورته جدي وي ،نور دافغانستان په برخه کي له ډيرو خيالاتو څخه استفاده نکوي . خو هغه څوک چي ترور ته غاړه ږدي افغانستان يې له لاسه ځي .

AFPD- آلماني آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري