1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په بريد کې د مړو شمېر ختلی دی

۱۳۹۶ بهمن ۱, یکشنبه

د کابل پر انترکانتيننتال هوټل په بريد کې د تازه شمېرو له مخې لږ تر لږه ۲۴ انسانان د ۱۴ تنو بهرنيانو په شمول وژل شوي دي. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کړې ده.

https://p.dw.com/p/2rFzl
Afghanistan Angriff auf Intercontinental Hotel in Kabul
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

وروسته له هغه چې د کابل په انترکانتيننتال هوټل کې د طالبانو د بريد په نتيجه کې ۱۷ ساعته متقابلې ډزې وشوې، اوس د تازه شمېرو له مخې د مړو شمېر لوړ شوی دی. د رسمي څرګندونو په حواله لږ تر لږه ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هغوی په منځ کې ۱۴ تنه بهرنيان او څلور تنه افغانان دي. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، نصرت رحيمي، د يکشنبې په ورځ وکړه. د هغه په خبره شپږ واړه بريدکوونکي هم وژل شوي دي.