1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ديپلوماتيکه سيمه کي ځانمرگی بريد

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه

د کابل ولايت د امنيې قومندانۍ چارواکي وايي، چي د دغه ښار په ديپلوماتيکه سيمه کي د يوه ځانمرگي بريد په ترځ کي دوه تنه امنيتي ساتونکي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/16n65

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي له دويچه ويله سره په يوه تليفوني مرکه کي وويل، چي پيښه نن چهارشنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۱) سهار د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان سيمي څورلسم سړک ته څېرمه ځانمرگي بريد وسو او دوه تنه امنيتي کسان ئې ووژل او درې تنه لارويان ټپيان سول:

«يو تن چي غوښتل ئې د بهرنيانو يوه کمپ ته ورننوزي، مخکي تر هغه چي خپل هدف ته ځان ورسوي، د دغه کمپ د ساتونکو له خوا ورباندي ډزي وسوې او د ده چاودېدونکي توکي وچاودل. په پايله کي د دغه کمپ دوه تنه ساتونکي ووژل سول او درې تنه لارويان چي له دغي سمي څخه د تيريدو په حال کي ول ټپيان سول.»

وزير اکبرخان په کابل کي يوه ديپلوماتيکه سيمه ده او د ډيرو هيوادونو د سفارتونو تر څنگ د نور موسسو دفترونه سته. د حشمت په خبره په دغه سيمه کي د بهرنيانو ډير کمپونه سته.

په افغانستان کي مېشتو ايساف ځواکونو ويلي دي، چي په دې پېښه کي دوی ته تاوان نه دئ رسېدلی. دغه چاودنه د بهرنيو ځواکونو د «ايگرز» کمپ ته چي د ناټو ځواکونو د روزنيز ماموريت مقر دئ، څېرمه سوې ده.

د سيمي اوسېدونکي ويلي دي، چي چاودنه ډيره پياوړې وه او د دغي ديپلوماتکي سيمي په ټولو ځايونو کي اورېدل سوې ده. ويل کيږي، چي د پېښي سيمي ته نژدې د امريکا متحده ايالاتو په سفارت کي د خطرزنگ هم وهل سوی دئ.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، چي تر چاودني وروسته داسي گومان کيږي، چي کيدای سي دغه ځانمرگي بريد کوونکي دوه تنه ول، ځکه په خبره ئې په سيمه کي تريوه نفر زياتي لاس او پښې پرتې دي:

«زموږ څېړونکې ډله سيمي ته رسېدلي دي او څېړني به وښيي چي دا يو کس وو که دوه.»

بله خوا بيا د کابل امنيه قومندان محمد ايوب سالنگي ويلي دي، چي ځانمرگي بريدکوونکي د امنيتي ځواکونو يونيفورم اغوستی وو او پر چاودېدونکو موادو سربيره ئې يوه وسله او لاسي بم هم لرل، او مخکي له هغه چي له لاس و پښو ولوېږي د چاودېدونکو موادو په چاودلو وتوانېد.

د طالبانو يو وياند له رسنيو سره په خبرو کي د پيښي مسئوليت پرغاړه اخيستی دئ او ويلي ئې دي، چي د بريد هدف ئې په سيمه کي د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې يو دفتر وو.

دويچه ويله/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم