1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په چاودنه کي ۲ تنه مړه او ۳۰ ټپيان دي

مسعود جهش (Reuters, dpa, AP)۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په کابل کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخته د یو موټر بم په چاودنه کي ۲ تنه امنيتي سرتيري وژل سوي دي او ۳۰ تنه ملکيان ټپي شوي دي.

https://p.dw.com/p/17Ki1
Anschlag in Kabul Afghanistan

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۶) غرمه مهال په کابل کي پنځو تنو ځانمرگو بريدکوونکو د ملي امنيت رياست پر ودانۍ باندي لومړۍ يو ځانمرگي بريد وکړ او وروسته وسله واله نښته پيل سوه.

د کابل د امنيتي چارواکو په خبره تر چاودني وروسته پنځه تنه ځانمرگي بريد کوونکي له امنیتي ځواکونو سره په وسله واله نښته کي ووژل شول. د دوی په خبره د پيښي ځای ته نژدې يو بل موټر بم هم موندل شوی دی.

د پيښي په ځای کي عني شاهدانو ويلي دي، چي په دغه چاودنه کي لارويان او دوکانداران ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، چې چاودنه د «صدارت په څلور لاري کې د افغانستان د ملي امنيت ودانۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده.»

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر اسدالله خالد، په یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي شوی وو. هغه اوس په امريکا متحده ایالتو کې تر درملني لاندي دی.

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې هغوی د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه نیولې ده او له هغه څخه یې د برید په اړه پوښتنه کړې ده. دې خبري آژانس زیاته کړې چې مجاهد د دغه برید په اړه بې خبري څرګنده کړې ده.

د چهار شنبې د ورځې برید واشنګټن ته د ولسمشر کرزي له سفر څخه یوازي څو ورځې وروسته تر سره کیږي. ولسمشر کرزي په دغه سفر کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبري اتري وکړې.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. له دې سره نو په دې هلکه هم اندیښې ډیري شوې دي چې آیا افغان امنیتي ځواکونه به وشي کولای چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي؟ په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.