1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په چاودنو او بريد کي ۷ تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

له کابل څخه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررئيس بارک اومابا په وتلو سره په دغه ښارکي ځانمرگي بريد او وسله والي نښتي ۶ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/14nl7
انځور: Reuters

دغه درې چاودني د څرخي پله پرسړک تر سره سوي دي. ويل کيږي چي وسله وال بريدکوونکي د هوايي ډگر پرسړک باندي د بهرنيانو پر يوه مېلستون باندي هم بريد کړی دئ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي، چي په دې چاودنو او وسله والو بريدونو کي شپږ تنه ملکي وگړي او يو ساتونکی وژل سوی دئ. دغه راز د روغتيا وزارت وياند بيا ويلي دي، چي په دغه پيښه کي ۱۸ کسان ټپيان سوي هم دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره ددې بریدونو هدف په کابل کي هغه زرغونه سيمه وه، چي د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي پکښي اوسېږي.

په کابل کي د ناټو يوه وياند ويلي دي، چي افغان ځواکونه په ډير لنډ وخت کي په دې وتوانيدل، چي بريدکوونکي ووژني:«جگړه ختمه ده او ټول بريدکوونکي وژل سوي دي.»

د ناټو دغه وياند دا نه ده څرگنده کړې چي بريد کوونکي څو تنه ول.

خو افغان چارواکو ويلي دي، چي دغه کسان چي په چادريو کي راغلي ول لومړی ئې خپل موټر چولی دئ او وروسته ئې جگړه پيل کړې وه.

ددې بريدونو پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي دا د امريکا د مجهوررئيس بارک اوباما او کرزي د ستراتيژيک سند په وړاندي غبرگون دئ.

د امریکا سفارت په کابل کي د خطر زنگ شرنگولی دئ، او خپلو ټولو وگړو ته ئې خبر ورکړی دئ، چي د خپلو اوسېدو له ځايونو څخه را و نه وزي.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما تيره ورځ(۲۰۱۲ کال د می ا) په يو ناځاپي سفر افغانستان ته ورسېدئ او هلته ئې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د کابل او واشنگټن تر منځ د اوږد مهاله همکاريو سند لاسلیک کړ.

اوباما په تاريکه کي کابل ته ننوتی او هلته ئې له ولسمشر حامد کرزي سره تر ليده کاته وروسته په بگرام کي خپلو عسکرو ته يوه وينا وکړه.

افغانستان ته د اوباما سفر تر ډيره ځايه د انتخاباتي مبارزې ډول درلود. هغه خپلو سرتيرو ته په وينا کي وويل، چي د عراق جگړه مي ختمه کړه او د افغانستان دا به هم ختموم.

دا هغه څرگندوني دي، چي په امريکا کي د انتخاباتي مبارزې پرمهال ډيري کيږي.

بارک اوباما په خپله وينا کي افغانانو ته ډاډ ورکړ، چي امريکا به ئې يوازي پرينږدي او داچي د نورو لسو کلونو له پاره به له دوی سره وي.

هغه په کابل کي تر ۷ ساعته سفر وروسته نن چهارشنبې سهاروختي له کابل څخه په خپله الوتکه کښي والوتی.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش