1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پولیس د ښار شکمنې سیمې پلټي

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

له هغه وروسته چې د تیرې سې شنبې په ورځ په پلازمینه کابل کې څو ځانمرګي بریدونه تر سره سول، اوس د ښار پولیسو په یو شمیر هغو سیمو کې د تلاشۍ عملیات پیل کړي کومې چې ویل کیږي احتمالا به د ترهګرو له لوري کارول کیدې

https://p.dw.com/p/12b0q
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د سپټمبر په څوارلسمه څو ځانمرګو برید کونکو د کابل په بیلا بیلو سیمو کې ځانونه والوزول خو شپږ تنه نورو ترهګرو بیا یوې څو پوړیزه ودانۍ ته تر ختلو وروسته د امریکې پر سفارت، د ناټو پر عمومي قوماندانۍ او د افغان پټ څاري ادارې پر ځینو تاسیساتو یرغل وکړ.

په دغه شل ساعته نښته کې چې وروسته بیا د ایساف ځواکونو د هوایې ځواک په مداخله پای ته ورسیده لږ تر لږه څلویښت تنه مړه او ژوبل سول. اوس د کابل امنیه قوماندانۍ وایې دوي داسي راپورونه تر لاسه کړي چې هغو شپږو تنو برید کونکو کومو چې د امریکې پر سفارت او یو شمیر نورو کلیدي سیمو د راکټ لانچرو ګزارونه کړي ول د برید سیمې ته نږدې په پراته یوه مسکوني واحد کې شپه تیره کړي وه.

د کابل د امنیې قوماندان، ایوب سالنګي، د وینا له مخې افغان پولیسو داسي راپورونه تر لاسه کړي چې یادو شپږو تنو بریدګرو د عبدالحق څلور لارې ته نږدې د سمیټ خانکې او یکه توت په سیمو کې څو شپې تیري کړي او هغوي څو کورونه د وخت د تیرولو لپاره په کرایه نیولي ول.

نوموړی وایې چې دغه اطلاعات یې له هغې دوه کسیزي ډلي څخه تر لاسه کړي چې د سپټمبر له یولسمې وروسته په همدغه ښار کې نیول سوي ول. د کابل د پولیسو د مشر پر وینا دغه بریدونه د حقاني شبکې له لوري چې اصلي میشت ځای یې په پاکستان کې دی تر سره سوي ول.

دا هغه خبره ده چې د امریکې استخباراتي ادارې «سې اې اې» هم تاید کړي او تیره اونۍ د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلینټون، ویلي وو چې د حقاني شبکې دغه پلان تنظیم کړی وو او دوي به هرو مرو دغه غچ له دغې بنسټ پالي ډلي څخه اخلي.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ایوب سالنګی وایې له دغو بریدونو دمخه او وروسته د پولیسو د تلاشۍ پوستې د پخوا په څیر فعالي دي خو له بریدونو وروسته په یو شمیر نورو هغو حاکمو نقاطو او هغو سیمو کې چې ډیري آسیب پذیري شمیرل کیږي اضافي ځواکونه ځای پر ځای سوي دي.

د کابل پر پولیسو وروسته تر هغه د ښاریانو باور ته زیان ورسید چې وسله والو د شل ساعتونو لپاره د ښار په زړه کې له حکومت پلوه ځواکونو سره مقاومت وکړ.

ښاغلی سالنګی وایې دوي د کابل د چهار آسیاب، ولسوالۍ سربیره ښار ته په نږدې پرتو یو شمیر شکمنو سیمو کې د تلاشۍ عملیات په لاره اچولي تر څو هغه ترهګرې شبکې وځپي کومې چې په احتمالي توګه به په دغو سیمو کې ځای پر ځای سوي وي.

د ناټو ځواکونو هم د جمعې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې وویل چې دوي د کابل د ورستیو بریدونو د تنظیمولو په تور دوه تنه نیولي دي. د ناټو په یوه اعلامیه کې ویل سوي چې دغه دوه تنه د حقاني له ډلي سره د تړاو په تور چې د کابل د بریدونو په طراحۍ تورنه ده، نیول سوي دي.

ټاکل سوي چې افغان استخبارات نیول سوي دغه دوه تنه ډیر ژر رسنیو ته ور ښکاره کړي. خو تر اوسه پوري دا د دغه کار لپاره کومه نیټه نده مشخصه شوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش