1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل پوهنتون ته څيرمه چاودنه کي ۶ کسان وژل سوي

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

افغان چارواکو ويلي دي چي د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه په زوروره چاودنه کي ۶ کسان وژل سوي او ۲۷ نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3MImq
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gul

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د جمعې په ورځ سهار تر چاودني وروسته روغتون ته رسول سوو ۲۷ ټپيانو کي زده کوونکي دي.

چاودنه هغه مهال سوې ده چې په کابل پوهنتون کي زده کوونکي د يوې ازمويني له پاره راټول سوي ول.

د کابل د پوليسو وياند ويلي دي چي د چاودني ځای ته څيرمه پوليسو يو بل بم شنډ کړی دی.

د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د چاودني مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی او دا هم معلومه نه ده چي چاودنه، که ځانمرگی برید وو.

د کابل تر پيښي څو ساعته مخکي وسله والو طالبانو د کندهار ولايت پر امنيې قومندانۍ د ځانمرگي او وسله وال بريد مسئوليت پرغاړه اخيتسی وو.

په دغه بريد کي ۱۲ کسان وژلي سوي او تر ۸۰ زيات ټپيان سوي دي.

(N.Z/S.R(Reuters,dpa