1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پوهنتون د محصلينو اعتصاب پای ته ورسېد

مسعود جهش۱۳۹۲ خرداد ۶, دوشنبه

د کابل پوهنتو د اجتماعي علومو پوهنځی د محصلینو د نه خوړلو اعتصاب تر اتو ورځو وروسته پای ته ورسید. دغو محصلینو تر هغه وروسته خپل اعتصاب ختم کړ، چې افغان حکومت د هغوی غوښتنو ته غاړه کښېښووله.

https://p.dw.com/p/18ejV
Afghan students who were in hunger strike for a week and were demanding reformation in the Kabul University. Copyright: DW/Hussain Sirat
Afghanistan Hungerstreik der Studenten in Kabul beendet 27.05.2013انځور: DW/H. Sirat

د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د محصلینو اته ورځنی اعتصاب د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته پای ته ورسېد چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سلا کار نعمت الله شهراني له محصلينو سره وکتل او هغوی ته ئې د هغوی د غوښتونو د منلو وويل. شهراني وويل: «ستاسي غوښتني ومنل شوې، او سر له سبا به عملي شي. اوس نو زموږ غوښتنه دا ده چې هغه محصلینو چې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی او خپلي خولې یې تړلي دي خپل اعتصاب پای ته ورسوي او یو څه وخوري، خپلو کورونو او لیلیو ته ولاړ شي. محصلین دې سر له سبا په نورمال ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.»

تر دې وروسته اعتصاب کوونکو محصلینو د خوښۍ چک چکې وکړې او خپل اعتصاب یې پای ته ورساوه. د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځې محصل مصطفی، چې په اعتصاب کې یې برخه اخیستې وه د شهراني تر خبرو وروسته په کابل کي د دویچه ویله خبریال ته وویل: «ښایي تر دې وروسته نه یوازې د اجتماعي علومو په پوهنځی کې تبعیض او بې عدالتي پای ته ورسیږي، بلکي د ټول افغانستان په پوهنتونو کې دغه موضوع له منځه ولاړه شي.»

مصطفې او ۸۱ تنو نورو ملګري یې له اتو ورځې راهیسې د افغانستان د پارلمان مخ ته د نه خوړلو اعتصاب کړی وو. له دې کبله چې اعتصاب کوونکو ته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د خیمو وهلو اجازه نه وه ورکړل شوې، هغوی مجبوره ول چې تر سره لمر لاندې خپل اعتراض ته دوام ورکړي. د دغو سختو شرایطو له کبله د اعتصاب پر مهال د یو شمیر محصلینو روغتیایي وضعیت خراب شوی هم وو چې بیا وروسته روغتون ته استول شوي ول.

دغو ۸۱ تنو اعتصاب کوونکو ویلي دي چې هغوی په خپل پوهنځی کې د اکاډمیکو او تبعیضي ستونزو د له منځه تلو په موخه دغه اعتصاب کړی وو. اعتصاب کوونکو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د رئیس فاروق عبدالله، او د دغه پوهنتون د یوه تن استاد فیصل امین، د گوښه کیدو غوښتنه کړې ده. یوه تن اعتصاب کوونکي محصل له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «دغه دوه کسان، اداري او اخلاقي ناتوانیو او همداراز تبعیض او تعصب ته لمن وهي.»

که څه هم تر دې مخکې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دغو محصلینو ته وعده ورکړې وه چې د دغو دوو کسانو دندي به وځنډوي خو هغوی د دې خبرې له منلو څخه انکار کړی وو. خو اوس چې افغان حکومت ژمنه کړې ده چې د دغو محصلینو غوښتني مني نو معترضو محصلینو خپل د نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولی دی.

اعتصاب کوونکو محصینو ته د افغان حکومت د پریکړې د اعلانولو په موخه د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید، د افغان ولسمشر مشاور نعمت الله شهراني او د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر کرزي مشاور ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، د پارلمان مخ ته ورغلي ول.

ورغلي پلاوي د محصلينو غوښتني ومنلې
ورغلي پلاوي د محصلينو غوښتني ومنلېانځور: DW/H. Sirat

ولي خبره اعتصاب ته ورسیده؟

د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو اعتصاب کوونکي ډیر شمیر محصلان، یوه قوم پورې تړلي دي. له دې کبله کله چې اته ورځې مخکې دغه اعتصاب پیل شو او معترضینو له ځان سره د «تبیض» ضد شعارونه لېږدول، نو افغان چارواکو د موضوع د حساست په پام کې نیولو سره د هغې پر وړاندې غبرگون و نه ښود. خو د وخت په تیریدو سره دغه اعتراض نور هم پراخ شو او د یو شمیر نورو پوهنتونو محصلینو او د مدني ټولنې غړو يې ملاتړ اعلان کړ.

اعتصاب کوونکي نه یوازې په دغه پوهنځی کې له تبیض څخه سر ټکوي، بلکې زیاتوي چې د اجتماعي علومو پوهنځی فضا غیر اکادمیکه ده او له دې کبله هغوی نه شي کولای چې خپل درسونه پر مخ بوزي.

یوه اعتصاب کوونکي محصل محمد اغا، دویچه ویله ته وویل: «موږ په ټولیزه ډول د اجتماعي علومو په پوهنځي کې له درسي نظام سره ستونزه لرو. د دغه سیستم په راس کې ښاغلی رئیس دی چې ډیر ضعفونه لري. هغه باید گوښه شي.»


هغه په خپل پوهنځي کې د احتمالي موجود تبعیض په اړه وویل چې یو شمیر محصلین په سیستماتیک ډول ناکامیږي او کله چې هغوی د خپلو پارچو د مقایسوي کرکتني غوښتنه کوي، نو د هغوی دغه غوښتنه نه منل کیږي. ښاغلي محمد اغا، وویل چې دغه محصلین تر ډيره په یوه قوم پورې تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ یو شمیر نورو محصلینو په کابل کې د اجتماعي علومو پوهنځې د محصلینو د نه خوړلو د اعتصاب پر ضد اعتراض کړی وو.

په کابل کې د افغان محصلینو د نه غوړو اعتصاب که څه هم یوازي د یوه پوهنځی د ستونزو له کبله پیل شوی وو، خو کیدای شي په دغه هیواد کې د ستونزو د مطرح کولو په یوې ښې نمونې باندې بدل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې ډیري ستونزي موجود دي. ډیر وخت محصلین په صنفونو کې د زړو درسي موادو له تدریس څخه سر ټکوي. دا لومړی ځل وو چې محصلینو د خپلو غوښتنو د منلو له پاره پراخ اعتصاب کړی وو.