1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پوهنتون له بريده روغ وتلي ځينې محصلين سولې ته شکمن دي

۱۳۹۹ بهمن ۴, شنبه

د کابل پر پوهنتون د نومبر مياشتې بريد خلک سولې ته شکمن کړي دي. درې محصلين په دغه رپوټ کې د خپلو سترګو ليدلی حال بيانوي، خو هغوی د خپلې راتلونکې په هکله څه نظر لري؟

https://p.dw.com/p/3oJs2
Afghanistan Anschlag Universität Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د نومبر مياشتې په يوه سهار، هيلې آشنا د کابل پوهنتون په انګړ کې د ډزو غږونه واورېدل. د هغې پروفيس چغې کړې چې:‌ «کوز شئ! سرونه مو مه راجګوئ!»

په يو وار په ډېرو وسلو يو سمبال سړی صنف ته ورننوت او په لسګونو شاګردانو باندې يې ډزې وکړې. وروسته هغه بل ټولکي ته ولاړ څو نور کسان هم وولي. آشنا د خپل ژوند تر ټولو ناوړه تجربه داسې بيانوي: «زموږ يوه ټولګيوال د تېښتې هڅه وکړه. بريدکوونکی بېرته راغی او په نورو کسانو يې هم ډزې وکړې او يو لاسي بم یې راوغورځاوه.»

د هغې ۱۴ ټوليګوال ووژل شول او د هغې د پروفيسر په ګډون اووه تنه ژوبل شول. خو د معجزې په څېر آشنا خپله له بريد څخه روغه او ژوندۍ راووتله. هغه تر چوکيو او د خپلو همصنفيانو تر مړو لاندې ښخه شوې وه. مخکې له دې چې اوښکې يې راشي، هغې وويل: «زما ټولګيوالو په يو ډېر بد وضعيت کې قرار درلود.»

پوهنتون ته په داخلېدو سره «ناوړه احساس»‌

د هغه مهال راهيسې آشنا پوهنتون ته په داخلېدو سره يو «ناوړه» احساس لري،‌ خو هغه بله لاره نه ويني پرته له دې چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي. د کابل پر پوهنتون بريد يو تر ټولو ناوړه تروريستي بريد وو. د اسلامي‌ دولت په نوم ډلې چې د طالبانو تر څنګ په افغانستان کې فعاليت لري، د ۱۸ محصلينو په شمول د ۲۲ کسانو د وژنې پړه وروسته ومنله. خو نن سبا د ياد بريد څخه ژوندي پاتې شوي کسان له يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.‌ سره له دې چې د سولې خبرې کیږي، خو د افغانستان شخړه لا دوام لري. دا چې ۲۲ کلنه هيله آشنا د جګړې پر وخت رالويه شوې ده، نو د سولې بهير ته د شک په سترګه ګوري.‌ د هغې په خبره «وبه ليدل شي چې آيا دغه خبرې به پايله ولري، که نه.»

جليل اميري او سودابه آدينه هم د اسلامي دولت ډلې له خوا له بريد څخه ژوندي راوتلي، خو نور ټولګيوال يې وژل شوي دي. ۲۱ کلن اميري چې ځان يې له کړکۍ څخه د ټوپ وهلو د لارې ژغورلی دی، وايي چې «د سولې خبرې بايد د دموکراسۍ پر ساتلو هم تمرکز وکړي.» د هغه په خبره «د ټولو ځوانانو په څېر، زه هم د راتلونکي‌ په اړه اندېښنه لرم، ځکه چې د طالبانو حاکميت موږ له پرمختګ څخه راګرځوي.» نوموړی زياتوي چې «طالبان موږ ته اجازه نه راکوي چې خپل خوبونه علمي کړو.»

د راتلونکي په اړه اندېښنې زياتې دي

 آدينه چې ۲۱ کلنه ده او غواړي چې ډېر ژر د ماسترۍ زدکړې وکړي، يوه له هغو ځوانو ښځو څخه ده چې د خپلو نننيو امکاناتو له پاره يې مبارزه کړې ده. د هغې په خبره «زه نه غواړم چې خپله آزادي په کومه بيه يا د کوم چا په خاطر وپلورم.» د هغې په خبره «موږ ډېره کلکله مبارزه وکړه چې پوهنتون ته د تلو امکان ولرو.»

د ژوندي پاتې شوو محصلينو په وينا د کابل پر پوهنتون بريد پر هغه نوي نسل باندې يوه هدفمنه حمله وه چې د دغه نسل يوازنۍ او اصلي موخه يې زدکړه او پوهه ده. د وروستيو بريدونو دغې وروستۍ لړۍ په دغو ځوانو محصلينو باندې ډېر تاثير لرلی دی. آدينه غواړی چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي، خو په خپل هېواد کې د راتلونکې په اړه مثبت تصور نه لري: «زه د خپلو هيلو په هکله ډېره نه پوهېږم ځکه چې موږ د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه يو. موږ نه پوهيږو چې آيا ژوندي به پاتې شوُ که څنګه.»

dpa/ن ص/ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: