1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل کنفرانس خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي

۱۳۸۹ تیر ۲۸, دوشنبه

دكابل نړيوال كنفرانس چي ټاکل سوې ده سبا د سه شنبې په ورځ دبهرنيو چارو د وزارت دستوري په ماڼۍ کي جوړ سي د ښار د ډيرو سړکانو په بندولو سره خلک د سختو ستونزو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/OOgr
د کابل ښار ګڼه ګوڼه
د کابل ښار ګڼه ګوڼهانځور: AP

په کنفرانس کي به د ملګروملتونو د عمومي منشي په گډون دڅلورشپيتو هيوادونو مشران او د بهرنيوچارو وزيران گډون وکړي.

ددې كنفرانس دپاره چي د دوشنبې اوسه شنبې ورځ د وزيرانو د شوراد فوق العاده غونډي په ترڅ كي دوه ورځي يوازي په كابل کي رخصتي اعلان سوې ده

دسړكونوپه بندولوسره ښاريان دډيرو ترافيكي ستونزوسره مخامخ دي.

دكابل ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال جنرال خليل دستيار وايي چي، د كابل د څوارلسو ولسواليو په گډون يې دكابل پر ښار باندي څلور امنيتي كمربندونه راګرځولي دي.

د هغه په خبره لومړی امنيتي كمربند يې د پوليسو د محافظت په ځواكونودوهم يې دكابل دپوليسو، دريم كمربنديې دملي اردو لخوا اوڅلورم كمربنديې د ايساف اوملي اردودگډوځواكونولخواچي هواي ګزمې هم پكښي شامليږي جوړ کړي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال کابل ښاريانو ته ډاډوركړچي امنيت يې دبهرنيوميلمنود راتګ دپاره نيولی دی اوهيڅوك نه سي كولای د اوسنيو تدابيروپه درشل كي د وران كارۍ دپاره كابل ته راداخل سي.

د دغه ټينګو امنيتي تدابيرو سره سره په کابل ښارکي پروني ځان مرګي بريد چي شاوخوا۳۵ كسانوته يې مرګ ژوبله ورسوله ښاريانواوامنيتي ارګانونوته زياتي انديښنې راپيداكړي دي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی. زيارمل