1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل کنفرانس د کرزي غوښتني ومنلې

۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د کابل د نړيوال کنفرانس برخه والو د کرزي هغه وړانديزونه چي تر۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري دي امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل سي ومنئ.

https://p.dw.com/p/OPv8
ولسمشر حامد کرزی په کنفرانس کي يوار بيا ژمنه وکړه چي د اداري فساد سره به په کلکه مبارزه کوي
ولسمشر حامد کرزی په کنفرانس کي يوار بيا ژمنه وکړه چي د اداري فساد سره به په کلکه مبارزه کويانځور: AP

سربېره پر دې نړیوالو دا هم ومنل چي په راتلونکي کي به پنځوس په سلو کي نړيوالي مرستي د کابل د حکومت لخوا اداره کيږي.

کرزي په کابل کي تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي دې ته خوشبيني څرګنده کړې وه چي افغانان به تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري خپل امنيت پخپله غاړه واخلي.

کرزي دغه راز د نړيوالو مرستو پر سر د خپل حکومت زيات کنترول غوښتی و.

په حکومت کي د پراخ اداري فساد په شتون سره لويه برخه مرستي او پانګوني د هغوئ لاس ته نه لويږي.

دکابل په نړیوال کنفرانس کي چي د ۷۰ هيوادونو او لويي سازمانونو او موسسو استازو گډون کړی و د يو پريکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېدی.

په پرېکړه ليک کي د کرزي د هغه پلان څخه ملاتړ سوی چي، د مخه يې د طالبانو سره پخلاينه کيږي.

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل