1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاتالونيا ټاکنې د بېلتون غوښتونکو گوند گټلي دي

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16q70

د هسپانيې په کاتالونيا ايالت کي په تر سره سوو پارلماني ټاکنو کي هغو گوندونو اکثريت رايي گټلي دي، چي له هسپانيې څخه خپلواکي غواړي. ملتپاله حکومتي گوند يو ځل بيا اکثريت رايي گټلي دي او په دغه ايالت کي به خپل حکومت ته دوام ورکړي. خو دغه گوند د مطلق اکثريت په تر لاسه کولو کي پاته راغلی دی. په لوړه کچه د کيڼ اړخو بېلتون غوښتونکو په رايو کي زياتوالی راغلی دی. د دغه ايالت لومړي وزير آرتوراماس د کامپاين پر وخت ويلي ول، چي که ټاکني وگټي نو به له هسپانيې څخه د بېلتون له پاره ريفرنډم يا ټولپوښتنه تر سره کړي. خو د هسپانيې مرکزي حکومت د کاتالونيا د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي.