1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کارفرمایانو رئیس غواړي د«بې معنی اخراجونو» مخنیوی وکړي

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

د جرمني دکارفرمایانو رئیس اینگو کرامر غواړي د هغو رد سوو او یا زغمل سوو او مؤقتي ویزې درلودونکو مهاجرو د«بې معنی اخراجونو» مخنیوی وکړي، چي کارونه لري او مسلکونه یې زده کړي دي.

https://p.dw.com/p/34Ctt
Ingo Kramer
انځور: picture-alliance/dpa

کرامر المانۍ ورځپاڼي «د ویلت» ته وویل، چي همدا اوس ددغي ډلي مهاجرو له پاره، که یې کوم جزايي عمل نه وي کړی، داسي قانوني امکانات سته، چي په لمړي قدم کي ورته مؤقتي ویزې ورکړل سي او تر پنځو کلونو کار او مسلکي تجربو وروسته دایمي ویزې په لاس راوړي. خو دده په خبره له دغو مقرراتو څخه اکثرأ نه د اخراج سره مخامخ کسان او نه هم شرکتونه خبر لري.

کرامر وايي، چي که پر سم وخت باندي د دایمي ویزې په خاطر عریضه ورنه کول سي او د خارجیانو له ادارې څخه  دهغه د نه اخراجولو غوښتنه ونه سي، نو بیا د هغه راگرزول او د اخراجیدلو مخنیوی یې ناممکنه کیږي.

دئ وايي، په همدې خاطر «چي ددغسي بې معنی اخراجونو مخنیوی سوی وي، زه د خارجیانو د اداري له رهبرۍ څخه غواړم، ددې غم وخوري، چي په هره انفرادي قضیه کي کله چي د چا څخه مؤقتي ویزه بیرته اخیستل کیږي او د اخراجیدو امر یې صادریږي، د هغه ترمخه دا معلومه کړي چي ایا د اخراج سره مخامخ کس کار لري او که څنگه، تر څو وکولای سي د دایمي اقامې غوښتنه وکړي.»

Deutschland Flüchtlinge Handwerk Ausbildung Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

کرامر په عین حال کي د جرمني د حکومت د هغه اعلان ستاینه هم وکړه، چي په نظر کي لري د خارجي مسلکي کسانو د راجذبولو یو قانون په تصویب ورسوي. دده په عقیده د کار په بازار کي د خارجیانو هدفمند راجذبول د جرمني د اینده توانايۍ له پاره ډیر مهم دی.

کرامر خبرداری ورکوي، چي بې له زیاتو مسلکي کسانو د راجذبولو څخه به ولسي اقتصاد د رکود سره مخامخ سي، چي هغه به بیا پر تقاعد او نورو اجتماعي خداماتو باندي سخت منفي تأثیر وکړي. په اوس وخت کي په جرمني کي تر یوه ملیونه اضافه مسلکی کارځایونه خالي دي.

خو کامر وايي، چي د مسلکي کسانو د راجذبولو نوئ قانون نه باید یوازي د مسلکي کسانو له پاره اعتبار ولري، بلکي پر اساس یې باید نور کسان هم وکولای سي جرمني ته راسي او دلته مسلکي زده کړي وکړي.

په جرمني کي د مهاجرو مسلکي کسانو په هکله زموږ دآرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 21.03.2018 )