1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کارنيوال په دوديزه مېله کې غريبان

۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبه

بې سرپناه او غريب خلک هم د کارنيوال په کلتوري مېلو کې اشتراک کوي، ځکه چې هغه وړيا دي او په ترڅ کې يې خواږه او چاکلېټ په ټولو خلکو باندې وېشل کيږي. په کولن کې اوس غريبو خلکو ته عليحده غونډې هم رابلل کيږي.

https://p.dw.com/p/2sTNw
Deutschland Karneval in Köln Jecken Alter Markt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

ايريکا، هېلګا او يوه بله ايريکا هم د بې سرپناه او غريبو خلکو سباناري ته ورځي. دا ځکه چې هغوی درې واړو تقاعد کړی دی او تل له افلاس سره مخامخې وي. خو دا ځل هغوی «د غريبو خلکو له پاره د کارنيوال غونډې» ته هم ورځي. هېلګا اتيا کلنه ده او رنګين مصنوعي وېښته يې په سر کړي دي. اويا کلنې ايريکا بيا يوه ځلېدونکی د تندي ريشکۍ تړلې ده چې يوه توره بڼکه يې پکې ښخه کړې ده. ۶۷ کلنې بلې ايريکا بيا څه خاص رنګين لباس نه دی اغوستی. هغه کارنيوال يعنې د آلمان دوديزې رنګينې مېلې ته په اشارې سره وايي چې «هر څه ډېر قيمته دي». د آلمان د راينلنډ سيمې کارنيوال داسې يوه مېله ده چې نه يوازې ډېر خواږه شيان پکې وېشل کيږي، بلکې ډېرې پيسې پکې هم مصرفيږي. دغه پيسې د خوراک، څښاک، جامو او په غونډو کې د اشتراک له پاره لګول کيږي. غريب او همداراز بې سرپناه خلک د دغسې شيانو د رانيولو وس بيا نه لري.

د غريبانو له پاره مېلې او توده مړۍ

د کولن د هوزارن کور، په نوم ټولنې له دې کبله داسې يوه غونډه رابللې ده چې تقريبا ۴۰۰ مېلمانه پکې بې د پيسو له مصرفولو سره ګډون کولای شي. مېلمانه يې داسې انسانان دي چې د سړک په سر ژوند کوي يا هغسې کسان چې سرپناه لري، خو ډېر بې وزله دي، لکه مثلا متقاعد کسان. ۶۷ کلنه ايريکا وايي چې «دا د پيوستون او خواخوږۍ يوه ډېره ښايسته نخښه ده.» هغه زياتوي چې هغه د دې له پاره راغلې ده څو دلته ښه وخت تېر کړي، له نورو خلکو سره وويني او «ګوښه ژوند» شا ته پرېږدي. له ګوښه ژوند کولو څخه يې مقصد دا دی چې هغه بايد په خپل روزمره ژوند کې پيسو ته ډېره پاملرنه وکړي او کومې کافې يا رستورانت ته ولاړه نه شي. خوراکي مواد هغه له ونو څخه د لوېدلو او د چمن په سر د پرتو مڼو او نورو مېوو په راټولولو سره په لاس وروړي. ايريکا اضافه کوي چې که هغه په يوه مياشت کې ډېره انرژي مصرفه کړي، نو پخلنځی او نغری يې بايد په باقي ورځو کې سوړ پاته شي. په همدغه ورځ البته اوس د غوښو، کچالو، خوږو او نورو شيانو تر څنګ ډېر خوراکونه پر دسترخوان باندې پراته دي څو بې وزله او بې سرپناه خلک يې وخوري او خوند ځني واخلې. خو الکول بيا منع دي.

له ګوښه قشر سره مرسته

دغه مفکوره چې د اړمنو او بې سرپناه خلکو له پاره دغسې غونډې جوړې شي، تقريبا لس کاله پخوا پيدا شوه. دغه خبره د هوزارن کور په نوم د ټولنې مشر، الفرېد شېفر، کوي. هغه وايي: «موږ غوښتل چې په څنډه کې له قرار لرونکو ګروپونو سره مرسته وکړو.»

له دې کبله په ۲۰۱۰ م کال کې د بې سرپناه خلکو اولنۍ دغسې غونډه راوبلل شوه. هغه د کولن په ښار کې بې سارې ده چې نور همکاران، سپونسوران، هنرمندان او د موسيقۍ غږونکي ورسره مرسته کوي. ښاغلی شېفر ټينګار کوي چې هنرمندان په دغو غونډو کې په وړيا توګه د ستيج په سر راڅرګنديږي. اکثره مېلمانه يې د کلونو راهيسې ورځي، نور بيا د ټولنيزو مرستو د موسسو او د کليسا له طرفه ورمعرفي کيږي. شېفر وايي چې هدف او کوښښ يې دا دی چې ټول مېلمانه خوښ وي او د يوې خاصې مودې له پاره خپلې ورځنۍ ستونزې هېرې کړي. ځينې مېلمانه يې بې سرپناه دي، نورو بيا خپل کار يا خپله کورنۍ له لاسه ورکړې ده. شېفر وايي: «موږ خوشحاله يو چې له دغو خلکو سره لږ څه مرسته کولای شو.»

د کارنيوال په هکله زموږ له ارشيف څخه (08.02.2018):