1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کارگر نړيواله ورځ او په نړۍ کي بېکارۍ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د کار يا کارګر ورځ سږ کال په داسي حال کي لمانځل کيږي چي په نړۍ کي د بېکارانو شمير تر بل هروخت لوړي کچي ته رسېدلی دئ. په خاصه توګه د ځوانان نسل په منځ کي.

https://p.dw.com/p/14nU0
انځور: AP

دا د حيرانتيا خبره نه ده چي په نړۍ کي د نورو په پرتله، نن ډيری ځوانان کار نه لري. خو د هغوی د بېکارۍ کچه په ټولو هيوادونو کي سره يو شان نه ده.

آسيا او افريقا له دې امله د اروپا په پرتله ډيره زياته زوريږي، چي له په دغو هيوادونو کي د کورنيو ناکرارريو، جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په لسونو زره ځوانان مجبوره کړي دي چي خپل هيوانودونه پريږدي او د يوي سوکاله راتلونکي په هيله پرمختللو او صنعتي هيوادنونو ته مخه کړي.

خو نړيوال اقصادي کړکېچ په اروپا او امريکا کي هم د بېکاريو کچه لوړه کړې ده. په ځينو اروپايي هيوادونو لکه هسپانيه کي چي له ډير پخوا څخه د بېکارانو شمېر زيات وو، د ځوانانو د بېکارۍ شمېر په سلو کي۴۰ته رسېدلی دئ.

په اوسني وخت کي المان يوازينی هيواد دئ چي پکښي د بېکارو خلکو کچه ډيره لږ ده. دلته په سلو کي لس ځوانان کار نه لري. د ځيني اروپايي هيوادونو لکه پولند او هسپانيي څخه ځوانانو المان ته د کار له پاره مخه کړې ده.

60. Jahrestag Rückgabe Helgoland
انځور: picture alliance/Jochen Blume

يو پولنډی چي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط خبري کړي ويلي دي وايي چي په پولنډ کي ډيری ځوانان کار نه لري:

«په المان کي زما له پاره د کار شرايط ښه دي. په پولند کي نه دومره زيات کار شته او نه هم دورمره زيات معاش. دلته ښه معاش لرم. له دي چانس څخه زه بايد د خپل ژوند له پاره ګټه واخلم.»

خو په المان کي د بېکارۍ د کچي د لږوالي سره سره، د دې هيواد پر حکومت باندي نيوکي کيږي چي د پوهي او زده کړي په برخه کي، چي د بېکاريو د مخنيوي مهمه لاره ده، په وروستيو کلونو کي د نورو هيوادونو لکه سويس او اتريش په پرتله ډيره زياته پانګه اچونه نه ده کړې. همدا وجه ده چي المان اوس د لوړ مسلکي کارګرانو له کموالي سره مخامخ دئ.

د مسلکي بشري قواوو کمښت په اوږده موده کي د بېکاريو د کچي د لوړيدو سبب ګرځي، ځکه کار پوهان وايي چي توليدي شرکتونه په نړيوال بازار کي سيالي نه شي کولاي. مسلکي زده کړي او لوړ تحصيلات د کار د بازار مهم فکتورونه دي. پوه او هوښيار خلک تل کار موندلای شي.

يوازي همدا تيره اوونۍ المان تصميم ونيو چي له اروپا څخه دباندي مسلکي کسانو او کارپوهانو ته د «بلو کارت يا شين کارت» په نامه د کار په ويزې ورکولو سره خپل د کار د بازار دراوازه پرانيزي. د المان د کورنيو چارو وزير، هانز پيتر فريدريش وويل: «که چيري په المان کي يو شرکت يو چا ته په کال کي د۴۵۰۰۰ يورو معاش د ورکړي ژمنه وکړي، نو ښکاره ده چي هغه يو مسلکي سړي ته اړتيا لري.»

المان په اوسني وخت کي ساينس پوهانو، تخنيکرانو، انجينرانو او حتي ډاکترانو ته اړتيا لري. که څوک غواړي چي په المان کي کار وکړي بايد يو شرکت او يوه مؤسسه د کاله لږ تر لږه د ۳۵ زرو يورو معاش د ورکړي ژمنه وکړي، چي په المان کي د کار يوه درې کلنه ويزه تر لاسه کړي.

خو د المان حکومت مخالفو سياسي ګوندونو د حکومت پر دې پريکړي انتقاد مړی دئ او وايي چي هغه د «شين کارت» له ورکولو سره د کار په نړويال بازار کي سيالي نه شي کولای.

اژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل