1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانديدانو انتخاباتي کمپاينونه پيل سول

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبه

په افغانستان کي د جمهوري رياست له پاره د کانديدانو انتخاباتي کمپاينونه پيل سول. يو شمېر کانديدانو په لومړي ځل په کابل (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۲) غونډي جوړي کړې او پلويانو يې ور وبلل.

https://p.dw.com/p/1B1XX
انځور: DW

دغه کمپاينونه به نزدې دوې مياشتي دوام وکړي او کانديدان بايد په خپلو کمپاينونو کي تر لس ميليونه افغانيو ډېري مصرف نه کړي.

د دغو کمپاينونو پرمهال تر ټولو ستره اندېښنه ناامني ده. د کمپاينونو د پيلېدو تر رسمي وخت يوازي څو ساعته مخکي د يوه کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين دوه تنه کارکوونکي په هرات ولايت کي ووژل سول.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير عمر داودزي، په کابل کي وويل چي امنيتي ځواک تيار دی چي د کانديدانو او د هغوی د انتخاباتي مرکزونو امنيت ټينګ کړي: «موږ ډېر دقيق او جدي تدابير تر لاس لاندي لرو او په پوره توان سره به کوښښ وکړو چي په دغه موده کي کومه جدي پيښې رامنځ ته نه سي.»

ستري غونډي

د ټاکنيزو کمپاينونو په لومړۍ ورځ ولسمشرۍ ته کانديدانو اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، قيوم کرزي او ګل آغا شېرزي د کابل په هوټلونو او لويي جرګې په خېمه کي ستر غونډي رابللي وې. د دغو کانديانو په زرونو پلويانو په دغو غونډو کي ګډون وکړ.

دغه راز ولسمشرۍ ته نورو کانديدانو عبدالرب رسول سياف، هدايت امين ارسلا، داوود سلطان زوی، عبدالرحيم وردګ، محمد نادر نعيم او قطب الدين هلال هم خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د کانديدانو د کمپاينونو پرمهال د امنيتي ستونزو په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دغه کمېسيون رييس د انتخاباتي کمپاينونو تر پيلېدو يوه ورځ دمخه وويل چي ټاکنو ته تياری نيول سوی دی خو ناامني د ټاکنو پر وړاندي تر ټولو ستر ګواښ دی.

د ښې راتلونکي له پاره رای

يو شمېر افغانان وايي چي په تيرو ټاکنو کي هم کانديدانو دوی ته غوړي وعدې ورکړي وې خو پر خپلو ژمنو باندي يې وفا ونه کړه. يو شمېر افغانان وايي چي له فساد او ناامنيو څخه تر پزي رسېدلي دي.

د ميدان وردګو ولايت يو تن اوسېدونکی عبدالبصير له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل هغه چاته به خپله رايه ورکړي چي له افغانستان څخه «مردم آزاري» ورکه کړي.

د خصوصي پوهنتون یوه محصله حسينه، وايي چي د کانديدانو خبري تعقيبوي او خپله رايه به هغه چاته ورکړي چي افغانانو ته د ښه ژوند برابرولو له پاره پروګرام ولري: «هغه چاته رايه ورکوم چي وګړي له بدبختيو څخه وژغوري او د اقتصاد او امنيت په اړه فکر وکړي. په دې شرط چي خپل کاري هدفونه موږ ته ووايي.»

يوه بله افغانه مرسل هم وايي چي په ټاکنو کي ګډون کوي او خپله رايه به وکاروي: «موږ حتماً خپله رايه کاروو. موږ يوو چي د هيواد راتلونکې ټاکو. موږ د يوه ښه راتلونکې او يوه ښه هيواد له پاره حتماً رايه ورکوو.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د «رسنيو کمېسيون» د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي رسنۍ بايد د انتخاباتي مبارزو پرمهال بې طرفي وساتي او د انتخاباتو د رواني امنيت په ساتلو کي خپل مثبت نقش ولوبوي.