1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانونو او پترولیم قانون تصویب نه شو

اسماعیل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

ولسي جرگې د افغانستان د کانونو او پترولیم پر قانون باندې بحث وکړ. که څه هم د پلان له مخې باید دغه قانون تصویب شوی وای، خو د اختلافونو له کبله دغه کار ت ترسره نه شو.

https://p.dw.com/p/1Brci
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

د ولسې جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د پارلمان غړو د کانونو پر قانون باندې بحثونه وکړل. ټاکل شوې وه چې د کانونو او پترولیم قانون د ولسي جرګې په همدې غونډه کې تصویب شي خو د دغه قانون د یو شمیر مادو پر سر د وکیلانو ترمنځ د اختلافونو له کبله دا کار و نه شو.

د کانونو په اړه د پروګرامونو او تړونونو د تطبیق پر سر د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان له یو بل سره د نظر اختلاف لري. د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ په دې اړه وویل: «هیڅکله موږ نه دي ویلي چې موږ تطبیق کونکي یو. موږ په هیڅ عنوان نه وایو چې د د پروګرامو تدوین کونکي یو او په هیڅ ډول هم نه غواړو چې د دې قانون تصویب صلاحیت بل ارګان ته محول کړو.»

د کانونو او پترولیم قانون طرح په ۲۰ څپرکیو او ۱۱۶ مادو کې څو میاشتې وړاندې د تصویب په موخه ولسي جرګې ته وړاندې شوې وو. خو تر اوسه پورې هم هغه نه دی تصویب شوی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر وکیلان بیا د کانونو او پترولیم قانون پر سر دومره اوږده بحثونه بې ګټې بلي او ټینگار کوي چې د دغه قانون تصویب ځنډ هیواد ته د ګټې پر ځای زیان لرلی شي. د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد په دې اړه وویل: «په دغو حساسو وختونو کې د کانونو قانون پر سر د بحث دومره جنجالي کول زما په خیال د ملت په ګټه نه دی ځکه تر اوسه زموږ کانونه تشخیص شوي نه دي نو د دې له پاره دا قانون باید نور تصویب شي.»

کارپوهان وایې چې طبيعي زيرمو ته د بهرنيو پانګوالو د جلب په موخه، د دې قانون تصويب يوه جدي اړتيا ده. د امريكا د ځمكې پیژندنې د ادارې پر وېنا د افغانستان د طبيعي زيرمو او كانونو ارزښت درې تريليون ډالرو ته رسیږي.

تر دې مخکې یو شمیر د کانونو د کیندنې د څار انجمن یو شمیر غړو پر دې قانون باندې نیوکه کړې وه او روښانه کړې یې وه چې له تعدیلونه پرته باید دغه قانون تصویب نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب