1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانگرس ټاکنو اوباما د جمهوريت غوښتونکو سره همکارۍ ته مجبوره کړی

۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبه

په داسي حال کي چي ولسمشر اوباما د خپل رياست دوهمه کاليزه لمانځي امريکايانو پرون د ګانګرس په ټاکنو کي تند خبرداری ورکړی، ترڅو په خپل سياست کي بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/Pwxw
د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

د انتظار سره سم نه يوازي د استازو د مجلس کنترول د جمهوريت غوښتونکو لاس ته ولويد، بلکي په سنا کي يې هم د ولسمشر د ډيموکراټ ګوند اکثريت کمزوری کړی.

اوباما اوس بايد امريکان قانع کړي چي دی د هغوی انديښنې درک کولای سي او پوهيږي چي رښتيا هم اقتصادي ستونزي د هغوی د ټولو انديښنو په سر کي ځاي لري.

که چيري دا کار ونه سي کړای نو کيدای سي چي د 2012 کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دي له قدرت څخه راوپرځول سي.

د ټاکنو د لومړنيو نتايجو له مخه چي د متحده ايالاتو د رسنيو له خوا يي رپوټ ورکړل سوی، ډيموکراټانو د استازو په مجلس کي لږ تر لږه 50 څوکۍ د لاسه ورکړی دی.

نظرياتي پوښتنو آن څو مياشتي د مخه د کانګرس په ټاکنو کي د جمهوريت غوښتونکو د لاس برتوب وړاندويني کولې، هغوی وتوانيدل چي په امريکا کي د بيکارانو انديښنې درک کړي چي شمير يې اوس په سلو کي 9.6 ته لوړ سوی دی.

اوباما او ډيموکرټان په دې ګمان ؤ چي د تيرکال د 814 مليارد ډالرو په ارزښت د اقتصادي خوځښت د مرستي په پروګررام سره به د خپل هيواد پر اقتصادي کړکيچ لاس برتوب پيدا کړي، خو دغه پلان هسي نتيجه ور نه کړه چي انتظار يي کيده.

اوباما اوس له دوو سختو ننګونو سره مخامخ دی. يو دا چي هغه بايد د سنا په مجلس کي جمهوريت غوښتونکي قانع کړي چي له ده سره همکاري وکړي ترڅو پر اقتصادي ستونزو باندي بريالی سي او له بلي خوا هغه لاري چاري پيدا کړي چي څنګه د امريکا منځنۍ طبقه بيرته راخپله کړي.

د متحده ايالاتو د پرينستن په پوهننتون کي تاريخ پوه او پروفيسور، Fred Greensteinپه دې عقيده دی چي، اوباما اوس مجبوره دی پر خپلو پاليسو باندي له سره غور وکړي او پيداسوي ستونزي حل کړي.»

اوباما او د هغه نژدې مشاورين په تيريو اونيو کي له پوره احتياط څخه کار واخيست چي د ټاکنو وروسته ستراتيژي باندي تبصري وکړي.

خو په ډيرو مرکو کي ولسمشر يادونه کړې ده چي هغه به هڅه وکړي تر څو جمهوريت غوښتونکي همکارۍ ته راوبلي، نسبت ودې ته چي په پټو سترگو پر خپل دريځ او پاليسيو باندي تينګار وکړي.

که چيري جمهوريت غوښتونکي له هغه سره د همکارۍ ډه ډه وکړي، نو هغوی به د 2012 کال د ولسمشري په ټاکنو کي تاوان خپله ورکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل