1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي او حقاني د خبرو موضوع اندېښنې را پارولي

۱۳۸۹ تیر ۸, سه‌شنبه

د ولسمشر حامد کرزي او سراج الدين حقاني تر منځ د خبرو کولو د خبرونو خپرېدل دا اندېښنې را پورته کړي، چي د پاکستان ټولوي غوښتني به د افغان دولت د خوا څخه و منل سي.

https://p.dw.com/p/O5x5
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

د راپورونو د مخه د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر احمد شجاع پاشا او د هغه هيواد د پوځ مشر اشفق کياني د کرزي او سراج الدين حقاني تر منځ په خبرو کي حضور درلودی.

د حقاني شبکه چي د مولوی جلال الدين حقاني د زوی سراج الدين حقاني د خوا اداره کيږي د افغان دولت د ډيرو خطرناکو مخالفو ډلو څخه ده په دې وروستيو کي يې ډير مرگوني حملې تر سره کړي دي.

د راپورونو د مخه د پاکستان د پوځ مشر کياني او د هغه هيواد د استخبارتو رئيس شجاع پاشا تيره ورځ د افغانستان پاکستان او امريکا په مشترک کمېسيون کي د گډون دپاره کابل ته راغلي دي.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي په دې نظر دي چي د پاکستان د استخباراتو د رئيس سره د جمهور رئيس ليدنه کتنه په دې مانا ده چي افغان دولت د پاکستان و غوښتونو ته غاړه ږدي.

په ولسي جرگه کي د کابل استازې شکريه بارکزۍ وايي چي، که جمهوررئيس کرزی غواړي چي په افغانستان کي د سولي د راتلو دپاره د پاکستاني پوځ څخه کار واخلي په دې لوبه کي به افغانستان بايلونکي يي.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مشرانو سره د کرزي د خبرو اترو راپورونه تيره ورځ د جمهوررئيس کرزي وياند وحيد عمر رد کړه او ويې ويل چي ولسمشر د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مشرانو سره نه دي کتلي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی. زيارمل