1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي د حکومت پر وړاندې د واشنگتن د صبر کاسه ډکه شوې

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په یوې تیلفوني تماس کې وویل چی د امنیتي تړون د نه لاس لیکیدو له امله متحده ایالات اوس تصمیم لري چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/1BFR9
انځور: picture-alliance/dpa

د متحده ایالاتو د حکومت له خوا په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د سه شنبې په ورځ په یوه تیلفوني تماس کې وویل، دا چې افغان حکومت په «مکرره توگه» د دواړو هیوادنو تر منځ د پلان شوي امنیتي تړون له لاس لیکولو څخه ډه ډه کوي نو اوس هغه وخت رسیدلی دي چې متحده ایالات خپل تصمیم ونیسي ترڅو «خپل ټول سرتیري» د روان میلادی کال تر پایه پوري له افغانستان څخه وباسي. خو په عین وخت کی په دغې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې اوباما دا «له امکان څخه لیرې نه گڼي چی د افغانستان د راتلونکي حکومت سره د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې او ترهگري ضد یو ماموریت باندې موافقه وکړي.»

په افغانستان کې د اپریل په پنځمه د ولسمشرۍ له پاره ټاکنې کیږي. د دغه هیواد د اساسي قانون له مخې کرزي د دریم ځل له پاره خپل ځان نه دی نومولی. په دغو ټاکنو کې یوولس کاندیدان له یو بل سره سیالي کوي. کارپوهان وایي چې د نوماندانو د شمیر د زیاتولي له امله گمان نه کیږي چې کوم یو دې دا توان ولري چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې اکثریت رایې خپلې کړي او کیدای شي چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځول شي.

د سپینی ماڼۍ په خبر پانه کې راغلي دي: «ولسمشر اوباما ولسمشر کرزي ته وویل، دا چې هغه داسې ښودلي دي چې دوه اړه خیزه امنیتي تړون نه لاس لیکوي، نو متحده ایالات د خپلو ځواکونو له پاره د یو بل احتمالی پلان په هکله فکر کوي.» په وینا پاڼه کې وړاندې راغلي دي: «په خاصه توگه ولسمشر اوباما له پنتاگون څخه غوښتي دي چې که چیرې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونه پاتې نه شي نو د ټولو ځواکونو د ایستلو له پاره باید یو منظم او مناسب پلان ولري.»

له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو امکان

سپینې ماڼۍ تر دې مخکې ویلي وو چې د امنیتي تړون پر وړاندې د ولسمشر سخت شرطونه ښايي هغوی دې ته مجبور کړي چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي. خو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اوباما به دغه تړون د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د موافقې په صورت کې راسلیک کړي. دا تر اوسه پورې د سپینې ماڼۍ له خوا تر بل هر وخت په ډیرې روښانتیا سره د دې خبرې کول دي چې هغوی کولای شي امنیتي تړون له راتلونکي حکومت سره هم لاسلیک کړي.

که څه هم ولسمشر کرزي تر اوسه پورې د امنیتي ټړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده خو د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې یو شمیر نوماندان وایي، که هغوی وکولای شي چې د افغانستان ارگ ته لار وموندي نو له امریکا سره به امنیتي ټړون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼې ویاند جې کارني، وویل چې واشنگټن په دې خبرې ډاډه نه دی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به دغه تړون لاسلیک کړي او که نه. هغه زیاته کړه: «زمونږ تیرې تجربې ته په کتو سره زه فکر کوم چې مونږ نه شو کولای په قاطعیت سره وړاند وینه وکړو چې په راتلونکې کې به څه کیږي.» هغه زیاته کړه: «هر څومره ډیر وخت چې موږ له یوه امنیتي ټړون پرته تیروو، له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو امکان ډیریږي. که آن دغه تړون [تر ډیر وخت وروسته] لاسلیک هم شي، نو ماموریت به یې د اړیتا، د سرتیرو د شمیرې او د غوښتنې له مخې وړوکی وي.»

که څه هم په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه ولسمشریزې ټاکنې کیږي، خو که دغه ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي نو دا به په دې معنی وي چې د روان کال تر اگست میاشتې پورې به په افغانستان کې نوی حکومت خپل کار پیل نه کړي. به دې ترتیب سره به نو امریکا کم وخت ولري چې د روان کال تر پایه پورې د خپلو د یو شمیر سرتیرو د احتمالي پاتې کیدو له پاره کوم پلان جوړ کړي.

دوستانه خبرې

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما تیلیفوني خبرو اترو ۴۰ دقیقې دوام وکړ او په دوستانه فضا کې تر سره شوې.

فیضې روښانه کړه چې ولسمشر کرزي له اوباما سره په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان خلک غواړي چې امنیتي تړون لاسلیک شي خو هغه پر خپل شرط باندې چې له طالبانو سره د خبرو اترو پیلیدل دي ټینگار کړی دی.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، د اوباما د اقدام هرکلی کړی دی او د لومړي ځل له پاره یې د دې خبرې پخلی کړی دی چې امریکا متحده ایالات اوس له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د راایستلو پر پلان باندې کار کوي.

هیگل روښانه کړه چې امریکا به په عین حال کې پر داسې یوه پلان باندې هم کار وکړي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو په صورت کې به عملي شي.

د ولسمشر کرزي او اوباما تر تلیفوني خبرو یوازې څو ساعته وروسته، هیگل بروکسل ته سفر وکړ ترڅو د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره خبرې اترې وکړي. هغه به په دغو خبرو اترو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د راتلونکي نقش په اړه معلومات د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره شریک کړي.

د امنیتي تړون نه لاسلیکولو د ولسمشر کرزي او اوباما د ادارې تر منځ اړیکي ترینگلې کړې دي. تر دې مخکې افغان حکومت له بگرام زندان څخه ۶۵ بندیان آزاد کړل چې له کبله یې د کابل او واشنگټن اړیکې لا پسې ترینگلې شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب