1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي د ورستيو څرګندونو په اړه د امریکا غبرګون

۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

د حامد کرزي وروستۍ لويديځ ضد يادوني، چي ګواکي بهرنيان د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي، نه يواځي د هغه د ستر ملاتړ کونکي، امريکا، بلکي د افغانستان د پارلمان د ځينو غړو له نيوکو سره هم مخامخ سوی دی...

https://p.dw.com/p/MmwA
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلينټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلينټنانځور: AP

کرزي وويل، د پارلمان هغه غړي، چي د ټاکنو د بهير په اړه د جمهوري رياست د يو فرمان مخالفت يي وکړ، د بهرنيانو په ګته کار کوي. د کرزي دغه ډول يادوني پرون د ولسي جرګي د رييس محمد يونس قانوني له نيوکو سره مخامخ سوې.

که څه هم کرزي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيري، هيلري کلينټن سره د ټيلفوني خبرو سره هڅه وکړه، چي د خپلو يادونو د سياسي تاوان مخه ونيسي، خو د هغه ادعاوو د طالب اورپکو ضد جګړه کي د افغانستان د حکومت او د هغه د متحدينو تر منځ ناباوري رامنځ کړه.

د فرانس پرس د خبري آژانس د يو رپوټ له مخه چارواکو وويل، چي له مېرمن کلينټن سره د ټيلفوني خبرو په ترڅ کي کرزي د خپلو يادوني لپاره بښنه ونه غوښتله، خو «تعجب» يي څرګند کړ، چي د هغه ادعاووي داسي ګڼل سوي، چي ګواکي بهرنيانو د افغانستان په ټاکنوکي درغلۍ کړي دي.

د کرزي لويديځ ضد يادوني يواځي څو ورځي وروسته له هغي عنوان سوې، چي د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په ناڅاپي توګه له افغانستان څخه ليدنه کتنه وکړه.

بارک اوباما په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره
بارک اوباما په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سرهانځور: AP

د دغي ليديني کتني په ترڅ کي هغه له جمهور رييس کرزي سره هم وليدل ترڅو هغه باندي ټينګار وکړي چي د حکومتوالي پروسه پياوړي کړي او له اختلاس او اداري فساد پر ضد په کلکه مقابله وکړي.

د اوباما وياند، رابرت ګيبس د افغانستان د جمهور رييس وروستۍ يادوني « ستونزمني ګڼلي دي او ويلي يې دي، چي دا ډول خبري يواځي « اندېښنې» پيدا کوي.

کرزي د تيري پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون غړو ته په يوه وينا کي وويل، چي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي درغلۍ سوي دي، خو کرزي وويل: دا درغلي د افغانانو له خوا نه، بلکي د بهرنيانو له خوا» سوي دي.

د کرزي ددې يادونو په اړه په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتونو سفير کارل آيکنبري له هغه سره شخصاً وليدل تر څو په دي هکله وضاحت تر لاسه کړي.

افغان څارونکي يادونه کوي، چي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو د حکومتو نو ترمنځ اړيکي په دي وروستيو وختو کي خړي پړي سوي دي. وروسته له هغه، چي کرزي د ټاکنو پر کمېسيون باندي د خپلي واکمنۍکنټرول پراخ کړی، د امريکايي سر چينو د ويناوو له مخه متحده ايالاتو تیره میاشت واشنګټن ته د کرزي د يوي پلان سوي ليدني کتني سره مخالفت وکړ.

که څه هم د جمعې په ورځ د سپيڼي ماڼۍ وياند وويل چي کرزي د می پر دوالسمه متحده ايالاتو د سفر قصد لري، خو د هغه وروستۍ يادوني ددغه سفر په هکله شک پيدا کړی.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل