1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي وينا د ناټو نارضايتي راپارولې ده

نسيم صابر (AFP)۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبه

د کرزي د يکشنبې د ورځي وينا د امريکا د پلاوي او ناټو نارضايتي راپارولې ده. کرزي ويلي ول، چي امريکا له طالبانو سره خبري کوي او دا چي د طالبانو بريدونه د امریکا په گټه دي.

https://p.dw.com/p/17unK
International Security Assistance Force (ISAF) Commander General Joseph Dunford, Jr. (2nd L) talks to U.S. Secretary of Defense Leon Panetta (2nd R) and members of the U.S. delegation at NATO headquarters in Brussels February 21, 2013. Panetta is in Brussels for a NATO defense ministers meeting. REUTERS/Chip Somodevilla/Pool (BELGIUM Tags: - Tags: MILITARY POLITICS)
NATO Verteidigungsminister Brüssel 21.02.2013انځور: Reuters

کرزي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۰) د داسې يوې وينا له کبله چې په تلويزيون کې خپره شوه، د امريکا متحده ايالاتو د پلاوي او د ناټو د ايساف ځواکونو نارضايتي راوپاروله. کرزي وويل چې د امريکا متحده ايالات د خبرو د درېدو څخه يو کال وروسته اوس په پر له پسې ډول له طالبانو سره خبرې اترې کوي.

هغه زياته کړه چې د طالبانو مشران او استازي «هره ورځ په اروپا او د خليج په هېوادونو کې» له امريکايانو سره ګوري.

د متحده آيالاتو يوه لوړپوړي استازي وويل، کرزي ته اشاره وشوه چې دا ډول نيوکې څه مرسته نه کوي، ځکه چې «هغه په تېره بيا بې بنسټه دي».

امريکايي جنرال، جوزف دنفورد، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه لري، هم د کرزي پر څرګندونو باندي نيوکي وکړې. نوموړي وويل: «دا خبره غلطه ده، موږ داسې څه دليل نه وينو چې له طالبانو سره دې همکاري وکړو. موږ داسې وجه نه لرو چې د افغانستان له بې ثباتې څخه دې ملاتړ وکړو.»

هغه زياته کړه چې دی نه پوهيږي چې کرزی ولې داسې خبرې کوي.

په کابل کې يوه ځانمرګي بريد، د ولسمشر حامد کرزي يوې پاروونکې وينا او د مطبوعاتو يوې لغوه شوي غونډې، افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د نوي وزير، چک هيګل سفر تر سيوري لاندې راوست.

ځانمرګی بريد، چې نهه تنه يې ووژل، د شنبې په ورځ وشو، په داسې حال کې چې هيګل د افغانستان په پلازمېنه کابل کې وو. د هيګل او کرزي ګډ مطبوعاتي کنفرانس د امنيتي وجوهاتو له کبله لغوه شو.

هيګل دغه وخت په کابل کې د متحده ايالاتو په يوه اډه کې وو. د بريد پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه واخيستله چې ويل يې دا هيګل ته يو «پيغام» وو. د افغانستان په ختيځ کې خوست ښار کې د شنبې په ورځ د افغاني او نړيوالو ځواکونو پر يوې پوستې باندي بريد شوی وو چې ۸ ماشومان او يو پوليس يې وواژه.

د امريکا د متحده آيالاتو د دفاع وزير، چې د فبرورۍ په پای کې يې لوړه کړې وه، د جمعې په ورځ په ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ. د سفر موخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو په هکله خبرې دي.

ټاکل شوې وه چې هيګل او کرزی به په ګډه د کمرو په وړاندې راڅرګند شي. د امريکايانو له خوا ويل شوي چې د مطبوعاتي کنفرانس لغوه کېدل د «امنيتي لاملونو له مخې» او «زموږ د افغاني ملګرو په همغږۍ سره شوي» ول.

د هيګل وياند، جورج ليتل، دا خبره رد کړه چې ګويا د مطبوعاتي غونډي لغوه کېده دې د کرزي له وينا سره څه تړاو ولري. افغاني لوري د «نامناسب وخت» څخه خبري کولې.

د امريکا متحده ايالات او افغانستان دا مهال د جنګي ځواکونو د وتلو پر جزياتو او د يو شمېر امريکايي عسکرو د پاته کېدو په اړه خبري اتري کوي.