1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي په فاتحه کي د علماو شورا رئيس ووژل سو

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د احمدولي کرزي کورته نژدې سره جامع کي چيري چي د هغه د فاتحې مراسم روانه ول، د يو ځانمرگي بريد په ترځ کي ۴ تنه وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان سوي دي. په وژل سوو کي د کندهار د علماو شورا رئيس هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/11uwq
د کندهار سره جامعه
د کندهار سره جامعهانځور: picture alliance/dpa

د احمد ولي کرزي د فاتحې په مراسمو کي د ځانمرګي بريد په ترځ کي، د کندهار د علماو شورا پر مشر سربيره نور ۳ تنه وژل سوي او ۱۱ ټپيان سوي دي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر ويلي چي ولسمشر کرزی د فاتحې په مراسمو کي ګډون نه درلود. هغه ويلي:« تر کومه ځايه چي موږ خبر يو د کابل څخه په تللي پلاوی کي څوک نه دي ټپيان سوي.»

هغه زياته کړې چي ځانمرګي چاوديدونکي توکي په خپله لونګۍ کي ځای پر ځای کړي ول.

تر چاودوني وروسته امبولانسونه د جومات مخي ته رسيدلي او لوړ پوړي امنيتي چارواکي سيمي ته رسيدلي او شاوخوا ټوله سيمه يي محاصره کړي ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يو راپور کي ويلي.« د لو مړنيو معلوماتو له مخي ۴ تنه وژل سوي چي په وژل سوو کسانو کي د کندهار د علماو شورا مشر حکمت الله حکمت هم شامل دی، او نور څو تنه ټپيان سوي دي. ځانمرګی بريد د کندهار په سره جامع کي تر سره سوی.»

د کندهار د مطبوعاتو دفتر ويلي چي په پيښه کي ۱۳ تنه ټپيان سوي. د دغه دفتر په وينا په دغه مراسمو کي پر لوړ پوړو دولتي چارواکو سربيره د کرزي د کورنۍ غړي موجود ول، خو يوازي حکمت الله حکمت لوړ پوړ چاوراکی دی، چي په دې پيښه کي وژل سوی.

د ولسمشر ورور د کندهار د ولايتي شورا مشر دوې ورځي وړاندي په خپل کور کي د خپلي کورنۍ د ساتونکي له خوا ووژل سو.

احمد ولي کرزی تيره ورځ په کندهار کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو.

ولسمشر کرزي تيره ورځ د خپل کشر ورور د جنازې تر مراسيمو وروسته د هغه ځايناستی خپل بل ورور شاه ولي کرزی و نوماوه. ولسمشر کرزی تيره ورځ د کابينې د يوشمېر غړو سره بيرته کابل ته ستون سوی.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل