1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرسمس جشن

۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبه

په لويځه نړی کې دغه جشن تر ټولو مهم جشن دی. چې د دسمبر مياشت په څلورویشتمه، پنځه ويشتمه او شپږويشتمه باندی لمانځل کېږی. د عسيويانو د دين پيروان په دی عقيده دي، چې په دغو ورځو کښې د دوی پيغمبر موسی «ع» دی نړی ته راغلی دی.

https://p.dw.com/p/DKGZ
انځور: BilderBox

د کرسمس تر شپې پوري هر چا د خپل وس سره سم خپلي کورنۍ او ملګرو ته تحفې اخيستي او د کرسمس تر وني لاندي يه ايښي وي. د کرسمس ونه زياتره وخت د ناجو يوه وړه ونه او يا د وني يوه برخه وي چي د کور په يوه کوټه کښي ځای پرځای شوې وي. دغه ونه په خورا مينه سره اوډل سوي وي او رنګارنګ پټۍ او د ګلاس نه جوړ شوي زرين ګروپان پوري ځړول سوي وي. عيسويان وايي چي د کرسمس وخت د پخلايني او ورور ګلوۍ وخت وي.