1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرهڼي وزارت: د بدخشان د پيستو حاصلات زیات سوي دي

۱۳۹۹ آبان ۷, چهارشنبه

د افغانستان د کرهڼي وزارت په حواله، سږکال په بدخشان کي د پيستو په حاصلاتو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه وزارت ویلي دي چي د ياد ولايت د پيستو حاصلات د ۶۴ سلنی په زیاتوالي سره ۵۵۰ متریک ټنو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3kXMy
Global Ideas- Pistazien
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د کرهڼي وزارت د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ چي سږکال په بدخشان ولایت کي د پيستو حاصلات ۵۵۰ متریک ټنو ته رسیدلي چی د تیرکال په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د کرهڼي وزارت د معلوماتو له مخي، تیرکال په دغه ولایت کي د پيستو حاصلات۲۰۰ متریک ټنه ول. پيسته د بدخشان ولایت یو له مهمو حاصلاتو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د کرهڼي وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي چي همدارنګه په روان لمریز کال کي د پيستو حاصلات په سمنګان ولایت کي لس سلنه، په بادغیس کي دوه برابره او په هرات او نورو ولایتونو کي هم ډیر سوي دي. د افغانستان تر ټولو زیاته پيسته په بادغیس کي ټوليږي. د کرهڼي وزارت د اټکلونو له مخي په بادغیس کي سږکال د پيستو حاصلات ۳۶ زره متریک ټنو ته رسیږي چي د تیر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د بدخشان د کرهڼي ریاست ویلي دي چي د پيستو د ځنګولو وهلو مخه یې نیولې او له ځنګلونو څخه یې د ساتني بڼسټونه جوړ کړي دي. همدارنګه یې خلکو ته هم د ځنګلونو وهلو د مخنیوي په هکله پوهاوی ورکړی دی.

لکه څنګه چي د کرهڼي وزارت وايي، په وروستیو کلونو کي د پيستو او جلغوزیو ځنګلونو ته د خلکو پاملرنه لا پسي ډیره سوې ده.

بدخشان د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی او د پيستو ځنګلونه ددغه ولایت په کلو او ولسوالیو کي د عاید یوه مهمه سرچینه شمیرل کیږي. په دغه ولایت کي زیاتره خلک د زراعت او مالدارۍ له لاري خپل ژوند پر مخ بیايي.

د کرهڼي وزارت ویاند وايي چي د پيستو پر هغو طبیعي ځنګلونو سربیره چي په افغانستان کي موجود دي، له څو کلونو راهیسي یې، په ۲۸ ولایتونو کي څه د پاسه ۸۰۰۰ هکټاره مځکي په اندازه د پيستو باغونه جوړ کړي دي چي تر ثمر وروسته به یې په راتلونکو کلونو کي په حاصلاتو کي لا ډیر زیاتوالی راسي.

د کرهڼي وزارت همدارنګه د پيستو د ډیر خرڅلاو څخه هم خبر ورکوي. د افغانستان پيسته پر پاکستان او هند سربیره نورو هیوادونو ته هم صادریږي.

زموږ له آرشیف څخه: