1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا بحران او په کمپونو کې د مهاجرو فرياد

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د يونان د موریا کمپ ۲۴ زره مهاجر، پر کرونا ويروس د اخته کيدو له ويرې، له اروپايي اتحاديې پر مشرانو غږ کړی چې رسيدګي ورته وکړي. د لبنان په کمپونو کې بيا ميشت سوريايي مهاجر وايي چې خدای او لمر به مو له دغې ناروغۍ وساتي.

https://p.dw.com/p/3b6OE
BG Flüchtlingskrise Griechenland/Türkei
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

کرونا ويروس، مهاجرت، د مهاجرو کمپونه، يونان، لبنان، د کمپونو سخت وضعيت، اروپايي اتحاديه، ملګري ملتونه

د لبنان په کمپونو کې بيا ميشت سوريايي مهاجر وايي چې خدای او لمر به مو له دغې ناروغۍ وساتي.

د يونان د ليسبوس ټاپو کې د موريا کمپ په اصل کې د ۳۵۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی، خو اوس په کې ۲۴ زره کسان د ډيرو کمو امکاناتو سره ژوند کوي.

نورې ستونزې

په دغه تنګ ځای کې څنګه ممکنه ده چې لږ تر لږه يونيم متر ټولنيزه واټن رعايت او لاسونه په صابون ومينځل شي؟

Griechenland: Kinder in Flüchtlingscamps
په موريا کمپ کې ماشومان؛ دغه کمپ د ۳۵۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی خو اوس په کې ۲۴ زره مهاجر اوسيږيانځور: Getty Images/L. Gouliamaki

ناکافي تغذيه او د روغتيايي خدماتو کمښت د کمپ له نورو سختو ستونزو څخه دي چې د مهاجرو د شمير په لوړيدو سره لا زياتې شوي دي.

د موريا کمپ اوسیدونکو په کرونا ناروغۍ له اخته کيدو څخه سخت انديښمن دي. دوی د اروپايي اتحاديې له مشرانو غوښتنه کړې چې ستونزو ته يې رسيدګي وکړي.

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د اروپا د کميسيون مشره اورزولا فون درلاین، د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې د مرستو په اړه يې د مهاجرو غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

په دغو ليکونو کې ويل شوي، د کرونا ويروس د زړو کسانو، ناروغانو او هغو افرادو له پاره چې شدید مراقبت ته اړتيا لري، د اعدام د حکم په څير دی.

دغه مهاجرو پر دې ټينګار کوي چې هر څه د مخه دې همدا ډول زيانمنونکي کسان له کمپ څخه بهر انتقال کړل سي.

«د ۵۰۰ کسانو په سر يو حمام»

Griechenland Piraeus Coronavirus Deutschland nimmt minderjährige Migranten auf
د اپريل پنځمه يوه ډله بې سرپرسته کم سنه مهاجر له یونان څخه آلمان ته راوستل شول، د نورو د انتقال هم ویل شوی ديانځور: Reuters/C. Baltas

د څښاک اوبو برابرول، د کثافت دانيو خالي کول، د اور وژنې خدمات او د زدکړې امکانات برابرول، د هغو مواردو له ډلې څخه دي چې د موريا کمپ مهاجرو يې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

له دغه کمپ له منځه اخيستل شوو انځورونو کې ليدل کيږی چې مهاجر ماشومان د کثافت دانيو په اطرافو کې لوبې کوي.

ملګرو ملتونو اړوندې ادارې سمدلاسه د يونان کمپونو له پاره د ۵۰۰ زره يورو مرسته ځانګړې کړې ده.

د آلمان په بُن ښار کې د يونسيف ادارې يو کارکونکی وايي چې په موريا کمپ کې وضعيت ډير خطرناک دی: «په دغه کمپ کې د ۵۰۰ کسانو په سر يو حمام او د ۱۶۰ کسانو په سر يوه بيت الخلا يا ټوايليت دي.»

په پام کې ده چې نن شنبه د اپريل ۱۸مه ۵۰ تنه زيرسن او بې سرپرسته مهاجر د موريا له کمپ څخه آلمان ته راوړل سي. په دغه کمپ کې ۱۶۰۰ بې سرپرسته او زيرسن ماشومان اوسيږي.

د لبنان کمپونه

Libanon - Flüchtlinge in Taybeh
په لبنان کې د مهاجرو یو کمپانځور: Infomigrants/K. Zeineddine

د لبنان په کمپونو کې هم مهاجر په کرونا ويروس باندې له اخته کیدو بيره لري.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د لبنان په ختيځ کې په يوه غيررسمي کمپ کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه سوريايي مهاجر ژوند کوي. د محمد حمد په نوم يو سوريايي مهاجر چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، ياد آژانس ته ېې وويل: «موږ د خدای او لمر رحمت لرو چې موږ به له کرونا ويروس څخه وژغوري.»

په لبنان کې شاوخوا ۹۱۰ زره سوريايي مهاجر د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له لوري راجستر شوي دي.

دویچه ويله/آژانسونه/م.ک.ص/ا.ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: