1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا تازه معلومات: د کووید – ۱۹ ناروغۍ پای لا لیري دی

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

په داسې حال کې چې د نړۍ ځینې هیوادونه د کرونا له کبله وضع شوي محدودیتونه د وخت په تیریدو سره لږوي، ځینې نور بیا هره ورځ د نویو پیښو د ثبتولو خبر ورکوي. دویچه ویله هره اوونۍ د کرونا ویروس تازه شمیرې خپروي.

https://p.dw.com/p/3gcxb
Preview picture Covid-19 trend

دغه معلومات او ګرافیک هره جمع د مرکزي اروپا په وخت د سهار ۱۱ بجو او تر غرمې وروسته یوې بجې تر منځ تازه کیږي. وروستي معلومات د ۲۰۲۰م کال د اګست پر اوومه نیټه اضافي شوي دي.

نړیوالې شمیرې په کوم حالت کې دي؟

هیوادونه غواړي د دې ګرافیک آبې رنګه سیمې ته ځان ورسوي او بیا پکې پاتې شي. هغو هیوادونو او سیمو چې په دې ځای کې دي، په تیره اوونۍ او تر هغې په مخکنۍ اوونۍ کې د کرونا هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت کړې.

اوس مهال د ۲۰۹ هیوادونو او سیمو له ډلې څخه یوازې ۱۷ یې د ګراف په دې برخه کې راځي.

Data visualization: Covid-19 global new case numbers trend - calendar week 33 - Pashto

د مهرباني له مخې په یاد ولری: د تازه رپوټ شویو پیښو شمیر د یوه هیواد ظرفیت او د آزموینو د ترسره کولو له پاره د هغه پر ستراتیژې پورې تړلي دي.

کووید ـ ۱۹ ناروغۍ تیره اوونۍ څه ډول انکشاف لری دی؟

وضعیت لا پسې خراب شوی دی: ۱۰۷ هیوادونو د تیرې اوونۍ په پرتله ډیرې پیښې لري دي.

Data visualization: Covid-19 global new case numbers trend - until calendar week 33 - Pashto

د کرونا وضعیت زموږ په هیواد کې څه ډول دی؟

د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې چې ځايي او د ټول هیواد په کچه د کرونا د خپریدو کچه په ډاګه کوي، په تیرو ۱۴ ورځو کې هیوادونه او سیمې په دې ترتیب طبقه بندي شوي دي.

Data visualization: Covid-19 global new case numbers trend - map calendar week 33 - Pashto

هغه هیوادونه چې د تیرې اوونۍ په پرتله یې دوه برابره ډیرې نوې پیښې لرلي دي

اسیا: بوتان، کامپوچيا، گرجستان، اردن، سوریه

افریقا: بوتسوانا، د مرکزي افریقا جمهوریت، لیبیا، موریتانيا

امریکا: آروبا، بيليز، کيوبا، ترینیداد او توباګو، د ترکس او کایکوس ټاپوګانې

اروپا: فارو ټاپوګانې، جبل الطارق، هنګري، مالتا

اقیانوسیه: نوي زیلاند

هغه هیوادونه چې د تیرې اوونۍ په پرتله یې ډیرې نوې پیښې لرلي دي

 اسیا: افغانستان، بحرين، بنگله ديش، برونی دارالسلام، هندوستان، اندونیزیا، عراق، اسرائیل، کویټ، لبنان ، مالیزیا، نیپال، اومان، پاکستان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سویلي کوریا، سریلانکا، ترکیه، متحد عربي امارات ، یمن

افریقا: انگولا، بورکينافاسو، کامرون، اسواتینی، ايتوپيا، گامبيا، ګینه، مالي، مراکش، موزمبق، ناميبيا، نایجیريا، سینیګال، سوډان، توګو، تونس، یوګاندا 

امریکا: ارجنټاين، بهامس، برازيل، چيلي، کلمبيا، کوستاريکا، اکوادور، ګواتامالا، هایتي، جامیکا، پارگوای، پیرو، پورتو ریکو، سینت مارتن، سورینام ، د امریکا متحده ایالاتو ویرجن ټاپوګانې، اوروگوای، وینزویلا

اروپا: البانيا، اندورا، اتريش، بلغاريا، کرواسيا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلند، فرانسه، جرمني، يونان، ایرلند، ایټالیا، لیشتن شتاين، لیتوانیا، موناکو، هالند، شمالي مقدونيا، ناروې، پولند، پورتګال، رومانیا، سلواکیا، سلوانیا، سویډن، سویس، اوکراين

اقیانوسیه: پلي نزي فرانسه، ګوام، نوي کالدونیا، پاپه نیو ګیڼي 

هغه هیوادونه چې په دواړو اوونیو کې یې څه نا څه په عین اندازه نوې پیښې لرلي دي

اسیا: منګولیا، میانمار، تایوان ، تایلند

افریقا: بوروندي، چاد، اريتريا، سائوتومه او پرنسیپ، سیراليون

امریکا: انتيگه او بربودا، برمودا، کراکاس، سنت ونسنت او ګرنادین

اروپا: جیرزي

اقیانوسیه: شمالي مرینا ټاپوګانې

هغه هیوادونه چې د تیرې اوونۍ په پرتله یې لږ نوې پیښې لرلي دي

اسیا: ارمنستان، چين، قبرس، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، مالدیو، فلیپین ، تاجیکستان، ازبکستان، ویتنام

افریقا: الجزاير، کیپ ویرډ، عاج ساحل، کانگو ديموکراتيک جمهوريت، مصر، ګابن، کینیا، لسوتو، لایبریا، ماداګاسکر، ملاوي، رواندا، سویلي افریقا، زمبیا

امریکا: بوليويا، کاناډا، دومينيکا جمهورريت، السالوادور، ګویان، هندوراس، مکسیکو، نیکاراگوا، پاناما، امریکا متحده ایالات

اروپا: سپينه روسيه، بيلجيم، بوسنيا هرڅوگووينا، استونيا، ایسلند، کوزوو، لاتويا، لوګزمبورګ، مالداويا، مونتینیګرو، روسیه، سربیا، هسپانیا، بریتانیا

اقیانوسیه: آستراليا

هغه هیوادونه چې د تیرې اوونۍ په پرتله یې تر نیمایي کمې نوې پیښې لرلې دي

اسیا: آذربايجان، سینګاپور، ختیځ تیمور

افریقا: بنين، د قمر ټاپوګانې، کانگو، جيبوتي، استوايي ګینه، گانا، ګینه بیسائو، نايجر، سیشل، سومالیا، سویلي سوډان، زمبابوي

امریکا: باربيدوس، بونير، د بریتانیا ویرجن ټابوګانې

اروپا: سنت مارینو

هغه هیوادونه چې په دوو اوونیو کې یې صفر نوې پیښې لرلې دي

اسیا: لائوس

افریقا: موریس، تانزانیا، سویلي صحرا

امریکا: انگويلا، کیمن ټاپوګانې، دومينيکا، فالکلند ټاپوګانې، ګرینلند، ګرنادا، سنت کیتس او نویس، سنت لوسیا

اروپا: ګرنزي، مقدس سریر، من ټاپو

اقیانوسیه: فيجي

که د معلوماتو د راټولولو د شیوې، د هغوی د تجزیې او څیړنې په اړه پوښتنه لرئ، نو د معلوماتو د تحلیل او تجزیې برخي ته مراجعه وکړئ. په دې اړه مو خپل نظر دې بریښنالیک ته واستوئ: data-team@dw.com

د دې مقالې ګرافیکونه لیزا شارلوت روست له کارونو الهام اخیستی.