1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د لومړنی درمل د تولید په اړه د «بایر» شرکت امیدواري

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

د جرمني د «بایر» د دوا جوړولو د شرکت رئیس په نژدې راتلونکي کي د کرونا ویروس د درملني د یوې لومړنۍ مؤثرې دوا جوړولو ته هیله مند دی. هغه ویلي احتمالأ په کرونا د اخته کیدو د مراحلو معالجه به د بیلابیلو طریقو له لاري وسي.

https://p.dw.com/p/3cbol
Symbolbild | Forschung | Impfstoff | Covid-19
انځور: picture-alliance/Zoonar

د جرمني د بایر د دوا جوړولوشرکت رئیس، ورنر باومن ویلي چي ډیر ژر به د کووید ۱۹ ناروغۍ د درملني له پاره اغیزمنو لاروچارو ته لاس رسی پیدا کړو. ورنر د «فرانکفورتر الګماینه څایتونګ» ورځپاڼي ته ویلی چي «زه اټکل کوم چي په راتلونکو میاشتو کي به د مختلفو اجزاوو څخه جوړ سوي یوه او یا هم څو موادو ته لاس رسی پیدا کړو چي په کومک به یې په کرونا او کووید ۱۹ باندي د اخته کیدو پروسه کي د پام وړ کموالی راسي.»

دا ځکه چي په خبره یې د پخوانیو ناروغیو د درملني د اغیزې په هکله اکثره مطالعات د کرونا د ویرس د درملني پخاطر ترسره سوي او اوس دغه پلټني خپل وروستي پړاو ته نژدې سوي دي.

باومن اضافه کوي «کله چي معلومه سوه چي کوم دغه مواد اغیزمن واقع کیدای سي، نو مهمه پوښتنه به وا وي چي موږ څنګه دغو دارو درملو ته د لاسرسي په اړه تقاضا په ټوله نړۍ کي مرفوع کولای سو. موږ اوس همدغه دوهم پړاو ته تیاری نیسو.»

تر پلټنو لاندي دواوو کي د جرمني د بایر د شرکت د «Resochin» او «Betaferon» په نامه دوه ډوله دواوي هم شاملي دي.

د هغه په خبره دغه دواوي به د کووید ۱۹ د مستقیم علاج له پاره نه وي، بلکه په کرونا ویروس باندي تر اخته کیدو وروسته د کووید ۱۹ مریضۍ د علاج پخاطر به شاید په مختلفو مرحلو کي وکارول سي. خو هغه دواوي به چي تر خپلي موقع ناوخته تجویز سي، اغیزمني واقع نه سي.

په همدې خاطر باید کوښښ وسي چي په کرونا باندي اخته کسان پر خپل وخت تشخیص سي ترڅو د هغوی د درملني له پاره د اغیزمنو لارو چارو څخه استفاده وسي.

ورنر باومن په خپلو خبرو کي ټینګار کړی چي په دغه مرض باندي د اخته کیدو مراحل او د هغه پروسه باید ښه ارزیابي سي تر څو د دغو ارزونو او تشخیص په کومک د اغیزمني درملني لاري چاري تر لاس لاندی ونیول سي. د هغه په خبره «تر څو پوري چي دغه ډول امکان ونلرو، د هري احتمالي غټي څپې د رامنځته کیدو په صورت کي به په ډیر سرعت سره پر روغتونونو باندي هم فشار لوړ سي.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: